ټاکل شوې ده د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د دوشنبې په ورځ (نومبر۱۶) له عمان کرکټ ملي لوبدلې سره یوه ۳ ورځنۍ کرکټ لوبه کې د لوبې ډګر ته ووځي.
کرکټ ملي لوبډله نن (یک شنبه) د کپتان اصغرستانکزي په مشرۍ د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په نیکو هیلو د شارجه په لور رخصت شوه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې د افغانستان او عمان ترمینځ دغه سیالۍ به د عربي اماراتو په عجمان کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په وخت سهار ۱۰ نیمې بجې پیل شي.
تراوسه افغان کرکټ بورډ دعمان خلاف دسبا ورځې سیالۍ په اړه څه نه دي ویلي خو د کرکټ لوبې مخکښې ویب پاڼې (کریک انفو) د دې لوبې مهال ویش اعلا کړی دی.
ښایي دغه ۳ورځنۍ لوبه افغان کرکټ ملي لوبډلې له پاره راتلونکې اونۍ د (پی این جي) کرکټ ملي لوبډلې خلاف ۴ ورځنۍ انټرکانټینینټل جام رسمي سیالۍ ته د ښه چمتووالي په موخه برابره شوي وي.
د یادونې وړ ده، چې د روانې نومبر میاشتې تر۱۳ مې نیټې پورې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کپتان اصغرستانکزي په شمول یو شمیر د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په دریم پړاو (شپږیزه) ټورنامنټ کې بوخت وو.
عمان د وروستي ځل له پاره د روان کال په جولای میاشت کې له افغان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه نړیوال جام ټاکنیزپړاو لوبه ترسره کړه، چې افغانستان ته یې ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده د عمان خلاف د پلان شوې لوبې وروسته به دافغانستان کرکټ ملي لوبډله دراتلونکې شنبې په ورځ د نومبرمیاشتې په ۲۱ مه نیټه په (شارجه) کې د (پی این جي) کرکټ ملي لوبډلې خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.
په روانو انټرکانټینینټل جام سیالیو کې افغانستان د سکاټلینډ خلاف د مساوي لوبې او د ۲۰ امتیازونو څخه د۷ امتیازونو په ګټلو سره د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو په کتار کې ۷ مقام له ځان سره لري.
د کرکټ نړیوالی شورا په نوښت پیل شوی د انټرکانټینینټل جام ۴ ورځنیو سیالیو موخه داځل د اتلې لوبډلې له پاره د ټیسټ کرکټ کولو او بشپړ غړیتوب اخیستلو ستره جایزه لري.