د افغانستان په ګډون ۶ م پړاو ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ پیل شوې

 

سیالۍ نن رنګ په رنګ مراسمو سره د هندوستان په (ناګپور) لوبغالي کې د زمبابوې او هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ په لوبې سره پیل شوې.

په لومړۍ لوبه کې زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې له خپلو ۱۵۸ منډو څخه دفاع وکړه چې هانګ کانګ ته یې دیوې په زړه پورې لوبې وروسته په ۱۴ منډو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده د سیالیو په لومړۍ ورځ به نن په دویمه لوبه کې افغانستان له سکاټلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې سره دلوبې ډګر ته ووځي.

افغانستان د سکاټلینډۍ کرکت ملي لوبډلې خلاف په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې د سل په سلو بریا ریکارډ له ځان سره لري.

د دواړو لوبډلو ترمینځ تراوسه په شویو ۵ نړیوالو شل اوریزه لوبو کې افغان کرکټ ملي لوبډلې بریاوې خپلې کړي دي.

د کرکټ نړیوالی شورا په نوښت په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون ټولټال ۱۶ لوبډلې برخه لري چې په ۲ پړاونو کې به لوبې ترسره کړي.

ټاکل شوې ده د کرکټ نړیوال جام مهال ویش له مخې به افغانستان دویمه لوبه د مارچ په ۱۰ مه نیټه د شپې ۶ نیمې بجې له هانګ کانګ سره او وروستۍ لیګ لوبه به د افغانستان په وخت ماسپښین ۲ بجې په همدې لوبغالي کې له زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا د پلان له مخې په لومړي پړاو لوبو کې د ۲ ټیسټ لوبډلو زمبابوې او بنګله دیش په ګډون ۸ لوبډلې لوبیږي چې په ۲ ګروپونو کې ويشل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان په خپل (ب) ګروپ کې د لومړي مقام په خپلولو سره د سریلانکا، سویلي افریقې، انګلستان او ویسټ انډیز خلاف په دویم پړاو کې دلوبیدو چانس ترلاسه کولای شي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته دتیاریو په موخه له هالینډ څخه رسمي تمریني سیالۍ د ۱۶ منډو په توپیر وګټله خو له عمان سره دویمه سیالۍ دباران له کبله لغوه شوه.

افغانستان تر اوسه په ۳ شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ګډون کړی دی او یواځې نیپالۍ کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو بریالۍ شوې ده.

په کرکټ ملي لوبډله اوس مهال د شهزاد محمدي، سمیع الله شینواري، ګلبدین نایب، راشد ارمان، نبي عیسی خیل او دولت ځدران په څیر لوبغاړو په شتون کې د کرکټ مینه وال د ملي لوبدلې په ښه ځلیدو باوري دي خو لوبډلې ته د حمید حسن او شاپورځدران په بیرته راتګ هم خوشحاله دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام