د افغانستان په ګډون د اسیا فوټبال مرکزي زون په کار پېل وکړ

د اسیا فوټبال شورا په جوړښت کې نوی مرکزي زون جوړ شو، چې په رسمي توګه یې تېره اونۍ د کویټ په هېواد کې خپل مسولان، اساسنامه او لوګو اعلان کړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې په دې مراسمو کې د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکو هم برخه اخیستې وه.

اعلاميه کاږي، د راتلونکو څلورو کلونو له پاره په کې د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم د اجرایوي کمېټې د غړي اوهمدا راز د افغانستان فوټبال فدراسیون سکرترجنرال سېد علي رضا اقا زاده د دې زون د مرستیال سکرترجنرال او د نړېوالو اړیکو د مسول په توګه وګمارل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسیا مرکزي زون د ښځینه اجرایوي کمېټې یوه چوکۍ افغانستان ته ورکړل شوې ده، چې د دغه پوسټ له پاره به ډېر ژر اړوند افغان چارواکي يوه ښځينه کارکوونکې ور وپېژني.

افغان فوټبال فدراسیون ادعا کوي، چې د اسیا فوټبال شورا په چوکاټ کې د مرکزي زون د ایجادولو طرحه او تشکیل د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا وړاندې شو، چې د اسیا او نړېوالې فوټبال شورا له خوا منظور شو.

باید و ویل شي، چې په مرکزي زون کې به د افغانستان په ګډون د ایران، تاجکستان، قرغزستان، ترکمنستان او ازبکستان پیاوړي فوټبال ملي لوبډلې لوبې ترسره کړي.

له وړاندې افغانستان په سویلي اسیا فوټبال زون کې لوبې ترسره کولې، چې اوس مهال د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د دې سیالیو د اتلولۍ جام هم له ځان سره لري.

افغانستان په  ۲۰۱۳  زيږديز کال کې  هندوستان ته په ماتې ورکولو سره یی ترلاسه کړی و.

ښایي په مرکزي زون کې افغانستان د سویل زون په پرتله له سختو سیالو لوبډلو سره لوبې ترسره کړي؛ خو د فوټبال فدراسیون هیلمند دی، چې سختې سیالۍ د افغانستان فوټبال له پرمختګ سره ډیره مرسته کولای شي.

د ویلو ده، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د فوټبال نړېوالې شورا په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې خپل ۱۴۲ م مقام له لاسه ورکړی او ۱۴۴ م مقام ته کښته شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام