نن په کابل کې د افغانستان په اړه د ژنیو کنفرانس پر لور د څارنې او همغږۍ بورډ غونډه جوړه شوه.
غونډې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوی منشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو وویل چې د ژنیو کنفرانس ته باید په ۶ برخو کې چمتووالی ونيول شي.
ښاغلي یاماموتو لومړی د رڼو ټاکنو ترسره کېدل، دویم د «ای. اېم. اېف» موخو ته رسېدل، درېیم د یوولسو لومړیتوبونو پراګرامونو ته رسېدل – چې د سولې پراختیايي برخې رانغاړي ـ څلورم د پولیسو راجسټر او بایومیتریک بشپړول، پنځم د خصوصي سکتور ودې او ملاتړ لهپاره د قوانینو تصویب او شپږم د فساد پر ضد مبارزه کې پرمختګ په ګوته کړل.
ښاغلي یاماموتو زیاته کړه، په سیاسي او اقتصادي برخو کې مهم پرمختګونه شوي چې ښه بېلګه یې طالبانو ته د سولې په اړه وړاندیز او اوربند دی.
په همدې حال کې د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي وویل چې په اقتصادي برخه کې د پاموړ لاستهراوړنې شته او په وینا یې، د ګمرکونو، بانکونو، عوایدو او نورو برخو کې اصلاحات راغلي او تر ټولو مهم کار لا دا دی چې د جزا کوډ نافذ شویدی.
ښاغلي قیومي زیاته کړه، په ۲۰۱۴ کال کې عواید ۹۹ ملیاردو افغانیو ته خو په ۲۰۱۷ کال کې ۱۶۹ ملیاردو ته عواید لوړ شوي او سږکال بیا د عوایدو هدل ۱۷۲ملیارده افغانۍ ټاکل شوی؛ خو سره لهدې هم ستونزې شته.
غونډه کې افغان ولسمشر محمداشرف غني هم د ځېنو برخو لاستهراوړنو ته نغوته او زیاته یې کړه چې د سولې په اړه په اسلامي نړۍ کې اجماع په چټکۍ سره د جوړېدو په حال کې ده، نړۍواله اجماع رامنځته شوې، ۷۰ سلنه سیمهییزه اجماع ترلاسه شوې او په هره بیه چې وي د ولسمشرۍ، ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو ټاکنې باید پهخپل وخت وشي.
ټا کل شوې، د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۲۸ نېټه یانې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له ټاکنو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ژنیو کنفرانس جوړ شي.