د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په وروستیو کې په افغانستان او سیمه کې د ناامنیو د زیاتېدلو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو، چې په دې برخه کې باید له افغانستان سره مرسته وشي.
د رپوټونو له مخې، د فیدراتیفې روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین نن د اوکټوبر پر ۱۵ نېټه هندوستان ته سفر وکړ او ټاکل شوې وه، چې په هندوستان کې د افغانستان او سیمې د ناامنیو د زیاتېدلو په اړه له هندي چارواکیو سره خبرې وکړي.
ده نن له هندي چارواکیو سره د افغانستان ناامني جدي ستونزه ګڼلې ده.
له دې څو ځلې مخکې هم روسي چارواکیو او ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدو په اړه اندېښنې په ډاګه کړې وې.
د چارو یو شمیر شنونکې وایي، چې د روسي چارواکیو اندېښنې د افغانستان له پاره نه، بلکې په سیمه کې د خپلو ګټو او امریکا سره د سیالۍ په موخه دي.
د چارو کتونکې محب الله شریف وايي، روسان له یوې خوا په افغانستان کې د ناامنیو او ترهګرۍ په اړه اندېښنې په ډاګه کوي؛ خو له بلې خوا خپل پوځیان د پوځي تمریناتو له پاره پاکستان ته لېږي، په داسې حال کې چې د ترهګرو اصلي ځالې په پاکستان کې دي. د ده پر وینا، امریکا او روسیه دواړه د خپلو ګټو په پار له بېلابېلو لارو کار اخلي.
د شریف په باور، افغانستان او د سیمې هېوادونه باید دې ته جدی پام وکړي، چې له دوی نه ناوړه ګټه وانه اخیستل شي.
د چارو بل څېړونکی محمد یونس فکور هم په دې باور دی، چې امریکا او روس د خپلو سیالیو له پاره د سیمې هېوادونو څخه کار اخلي.
ده همداراز زیاته کړه، روسان غواړي، چې د افغانستان له خوا د دوی دروازې خوندي پاتې نه شي؛ نور که په افغانستان کې جګړه وي یا نه؛ دوی یې پروا نه لري، ځکه خو په همدې دلیل دوی د افغانستان په اړه کله ناکله متفاوت غږ پورته کوي.
خو د چارو بل شنونکی معین مرستیال بیا وايي، روسي چارواکیو په وار ـ وار سره د افغان لانجې د غوڅولو په اړه د سیمه ییزې اجماع غږ پورته کړی؛ خو که دوی رښتیا هم په خپلو کړنو کې صادق وي؛ نو بیا د افغانستان او سيمې په ګټه دی او باید هرکلی یې وشي.
د افغانستان د لانجې په اړه له دې مخکې په ځلونو سره افغان ولسمشراو نورو چارواکیو د ملې اجماع د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه، خو د روسي چارواکیو له خوا نه د افغانستان د ستونزو د هواري له پاره د ملي اجماع غږ افغانان بې باوري کړي دي، چې ګوندې روسیه په غیرمستقیم ډول د طالبانو ملاتړ کوي.