د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو زیاتوالي په اړه اندېښنه لري.
سرګي لاوروف په مسکو کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره نن سه شنبه ( د فبرورۍ په ۷مه) یوې ګډې خبري غونډه کې وویل، د افغانستان موضوع په اړه د مسکو او واشنګټن وروستی انتخاب به د سوریې په څېر هوکړې ته رسېدل وي.
صلاح الدین رباني، چې مسکو ته یې سفر کړی، په غونډه کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د سیاسي، پوځي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
رباني یوځل بیا یادونه وکړه، چې ځینو هېوادونو د ترهګرو له پاره د امن ځالې برابرې کړي؛ هغوی تمویل او تجهیزوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ترهګرې پر وړاندې د سیمې هېوادونو د جدي مبارزې غوښتنه وکړه.
روسیې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال سفر کوي، په دې وروستیو کې داسې ریپوټونه خپاره شوي، چې روسیه له طالبانو ځکه ملاتړ کوې، چې د داعش په وړاندې یې وجنګوي.