د افغانستان هاکي ملي لوبډله پاکستان ته لاړه

ټاکل شو‌ې‌ده د افغانستان هاکي ملي لوبډله روان کال د لومړي ځل له‌پاره د پاکستان په کوربتوب پلان شوي د (Open Series) هاکي سیالیو کې ولوبېږي.

د افغانستان ۱۸ کسیزه هاکي ملي لوبډله ـ چې ورسره ۲ روزونکي، یو منیجر او یو لوبڅار هم ملګری و ـ نن د پاکستان په لور روانه شوه.

ښاغلي رحیمي هاکي ملي لوبډلې سره د لیدنې پرمهال دوی تشویق کړل چې د پاکستان په کوربتوب په اسیایي هاکي سیالیو کې ښې لوبې وکړي.

د افغانستان بدني روزنې ریاست د معلوماتو له‌مخې، د هاکي دغه سیالۍ به د روانې ډېسمبر پر ۱۷مه پیل او تر ۲۶مې نېټې به روانې وي؛ خو پاکستانۍ رسنیو بیا د پای نیټه د ډېسمبر ۲۲م ښودلې ده.

د ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس، د افغانستان هاکي ملي لوبډلې ترڅنګ به په‌دې سیالیو کې د قزاقستان، نیپال او اوزبیکستان او هاکي ملي لوبډلو سره د لاهور ښار په هاکي ملي لوبغالي کې لوبې وکړي.

د پاکستان «دی نېشن» ورځپانې له قوله، د پاکستان هاکي ملي لوبډله به ځکه په‌دې سیالیو کې ونه لوبېږي چې یاده لوبډله په راتلونکې جنورۍ کې په یو بل ټورنمېنټ ګډون کوي.

د ورکړل شوي مهال‌وېش له‌مخې به افغانستان لومړۍ لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین یوه نیمه بجه د ډېسمبر پر ۱۷مه نېټه له اوزبیکستان سره، دویمه لوبه د ډېسمبر پر ۱۹مه مازیګر ۳ نیمې بجې له قزاقستان سره او وروستۍ لوبه د ډېسمبر پر ۲۱مه ماسپښین يوه نیمه بجه له نیپالۍ هاکي ملي لوبډلې سره وکړي.

ټاکل شوې، د پاکستان په کوربتوب به له پاکستان پرته ۴ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو هڅه کوي چې موخه یې په وروستیو کې نړۍوال سیریز ته لاره موندل او له هغه نه راتلونکي المپیک ته د غورو لوبډلو غوراوی دی.

د هاکي «اوپن سیریز» سیالۍ د نړۍ د ۵ وچو د ۴۶ هېوادونو هاکي ملي لوبډلو ترمنځ د روان کال جون پر ۵مه پیل شوې‌دي او په رسمي توګه به په ۲۲مه نېټه پای ته ورسېږي.

دغه لوبې وړاندې د پاکستان په لاهور ښار کې پلان شوې‌وې؛ خو لوبډلو هغه مهال د امنیتي ستونزو له کبله پاکستان ته ورتګ رد کړ.

ورته سیالۍ د نړۍ په یو شمیر نورو هېوادونو لکه د زمبابوی په بولاوایو، د چیلي په سنټیاګو، د پرتګال په لاوسادا، د پولینډ په جينزنو، د وانواټو په پورټ ویلا، د کروشیا په زیګریب، په سنګاپور او مکسیکو هېوادونو کې هم شوې‌دي چې غورو لوبډلو ترې بل پړاو ته لاره پیدا کړې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام