د هېواد نوموتی رومان لیکونکی او څېړونکی ډاکټر اکرم عثمان د تېرې پنجشنبې (اګست ۱۰مه) ماښام مهال له دې نړۍ د تل له پاره سترګې پټې کړې.
هغه په ۱۳۱۶م ز کال کې په هرات ولایت کې زيږدلی و او په حقوق او سیاسي علومو کې يې د تهران پوهنتون څخه دکتورا اخیستی و.
هغه د افغانستان په ملي راډيو ټلویزیون کې د ویاند او لیکوال په صفتونه هم کار کړی و او د افغانستان د علومو او اکاډمۍ غړی هم و.
هغه د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د افغانستان د کنسول په توګه هم دنده اجرا کړې وه.
هغه د مجاهدینو او داخلي جنګونو پر مهال سویډن هېواد ته لاړ او هلته میشت شو.
هغه په اروپا کې هم خپل فرهنګي فعالیتونو ته دوام ورکړ، چې (از کوچه ما) په نوم اثر د ده مشهور رومان بللی شو.
د هغه دغه رومان د لیکوالانو ترمنځ ډېر مشهور دی او تر اوسه يې څو وارې چاپ شوی هم دی.
"مردهاره قول است، وقتې نی هاګل می کند، درز دیوار، قحط سالي" د ده نور داستانونه او رومانونه دي، چې د نوموړي د مشهورو اثارو څخه یې بللی شو.