د افغانستان لهپاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون وايي، اروپايي ټولنې د افغان حکومت د سمون پروګرامونو عملي کولو په موخه د دې هېواد مالیې وزارت سره ۲۰۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
د ښاغلي پیري مایدون په وینا، اروپايي ټولنه نه یوازې د پراختیايي پروژو په برخه کې بلکې په سیاسي مسایلو او د یو ولسواک حکومت په ټینګښت کې د افغانستان ملاتړی دی. له دې لیدلوري ټاکنې د ولسواکۍ او سولې ټینګښت په برخه کې یو اساسي چاره ده. په خبره یې، دا مرسته کوي ترڅو اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې ملاتړ پروسې په برخه کې ګټوره تمامه شي، سره د دې اروپايي ټولنه تل ملاتړی رول لري.
د افغانستان لهپاره د اروپايي ټولنې سفیر د خبرو په یوې برخه کې وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت لامل شوی چې دغه هېواد ۲ رقمي اقتصادي وده ولري، خو دغه بهیر په وروستیو کلونو کې نزول کړی دی.
اوسمهال اروپايي ټولنه هڅه کوي د افغانستان اقتصادي ودې رقم ۲،۴ سلنې ته لوړ کړي. د ښاغلي مایدون په خبره، د افغانستان اقتصادي ودې لهپاره دغه رقم هم کافي نه دی. خو د یو مخ پرودې هېواد د اقتصادي ودې لهپاره یوازېنۍ مناسبه لاره اروپايي هېوادونو ته له تعرفي پرته د اقتصادي توکیو صادرول دي. البته چې د اروپايي ټولنې دغه وړاندیز نه یوازې افغانستان بلکې ۴۹ مخ پرودې هېوادونو ته هم دی.
مایدون له ایران، پاکستان او اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو بېرته راستنېدو او د هغوی برخلیک ته په اشارې وویل، د اروپايي ټولنې لهخوا هڅې روانې دي چې راستنېدونکیو ته زدهکړیز کورسونه، د کسب زدهکړې کورسونه او سرپناوې برابرې شي.