د افغانستان له امریکايي پوهنتونه ۱۳۹ زده‌کړیالان فارغ شول

دغو زده‌کړیالانو د ادارې او سوداګرۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، اقتصاد او کمپیوټر ساینس په برخو کې له دغه پوهنتونه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس، د اغاخان بنسټ استازي نورجهان موانی، د افغانستان د لوړو زده‌کړو پخوانی وزیر محمد شریف فایز او یوشمېر چارواکي ورغلي وو.

د افغانستان امریکايي پوهنتون رییس دوکتور کینت هالند د دغه پوهنتون د زده‌کړیالانو ۸مې دورې فراغت غونډې ته وویل، دا فراغت ښيي چې افغانان د زده‌کړو پر لاره کې خنډونه لېرې کوي او په دې لاره کې هڅه‌کوونکي دي.

محمد شریف فایز فراغت غونډه کې وویل، د علم او پوهې زده‌کړه د افغانستان د نیکمرغه کېدو په معنا دی او ځوانان د دې هېواد بنیادي پانګه ده. په خبره یې هغوی چې د فراغت سندونه ترلاسه کوي د سبا ورځې غوره مدیران دي.

په افغانستان کې د اغاخان بنسټ استازي نورجهان مواني وویل، د زده‌کړیالانو په ټولګي کې د مېرمنو زیات حضور د خوشالۍ ځای دی. د غونډې په پای کې ښاغلي نورجهان مواني ته د افغانستان امریکايي پوهنتون له‌خوا افتخاري دوکتورا هم ورکړل شوه.

د افغانستان امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ کال کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په مرسته په کابل کې فعالیت پیل کړ. دغه پوهنتون له ادارې او سوداګرۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځیو سربېره د ظرفیت لوړونې کوروسونه هم لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام