د افغانستان فوټبال ۲۹ کسیزه ملي لوبډله په کابل کې د یو لړ تمریناتو وروسته د یکشنبې(فیبرورۍ ۱) سهار له کابله د پاکستان په لور روانه شوه.
پاکستان ته د تللې ۲۷ کسیزې افغان فوټبال ملي لوبډلې سره ۲ روزونکي هم ملتیا کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې ټاکل شوې ده د افغانستان او پاکستان فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ به یواځینۍ دوستانه نړیواله لوبه د روانې (فیبرورۍ) میاشتې په ۶ مه نیټه په لاهور جناح لوبغالي کې ترسره شي.
د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه لیکي، داچې د ملي لوبډلې مشر روزونکی یوسف کارګر څو اونۍ وړاندې ټپي شوی دی؛ نو په ځای یې له ملي لوبډلې سره حسین صالح او مرستیال الیاس منوچهر د روزونکو په توګه ملګرتیا کوي.
ټاکل شوې ده د افغانستان او پاکستان فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ د (دوستۍ جام) د راتګ دغه سیالۍ به د راتلونکې جمعې په ورځ د افغانستان په وخت ماسپښین ۲ نیمې بجې ترسره شي.
ددواړو ملي لوبډلو ترمینځ د دوستۍ جام د (تګ) سیالۍ په ۲۰۱۳ کال کې په کابل کې ترسره شوې وه چې افغان فوټبال ملي لوبډلې په کې له ګولونو په ډکه او یو اړخیزه لوبه کې میلمه پاکستانۍ لوبډله (۳ـ ۰) له ماتې سره مخ کړې وه.
که څه هم د پاکستان خلاف کیدونکي یواځینۍ دوستانه سیالۍ کې له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره د کپتان اسلام الدین امیري په شمول د حشمت الله بارکزي ، فیصل شایسته، منصور فقیریار او مصطفی ازادزوی په څیر لوبغاړي ملګري نه وي؛ خو د فوټبال فدراسیون باوري دی چې لوبډله به یې د پاکستان خلاف بریا خپله کړي.
ښایي د دوستانه دوه اړخیزو سیالیو پرته له دې وروسته افغانستان او پاکستان په اسیایي کچه فوټبال ټورنامنټونو کې یو له بل سره ونه لوبیږي.
افغانستان چې اوسمهال د سویلي اسیا فوټبال جام سیالیو اتلولي له ځان سره لري تیرکال وړاندیز وکړ چې د سویلي اسیا زون په ځای په مرکزي اسیا زون کې ولوبیږي چې د فوټبال نړیوالې او اسیایي شوراګانو له خوا ومنل شو.
له دی وروسته به افغانستان په اسیایي ټاکنیزو سیالیو او ټورنامنټونو کې د هندوستان، پاکستان،سریلانکا، بنګله دیش، مالدیف، بوتان او نیپال پر ځای له ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان فوټبال ملي لوبډلو سره لوبې ترسره کوي، چې په اسیایي کچه مخکښې فوټبال ملي لوبډلې شمیرل کیږي.
دیادونې وړ ده چې افغانستان د خپل فوټبال تاریخ ۸۲ لوبې په نړیواله کچه د نړۍ بیلابیلو لوبډلو سره ترسره کړي چې ۲۱ یی ګټلي، ۱۷ یې بایللي او ۴۴ لوبې یې بیا په برابره توګه پای ته رسولي.
افغانستان د خپل فوټبال تاریخ لومړۍ لوبه په ۱۹۴۱ کال کې له ایران سره ترسره کړه چې بغیر له کوم ګوله په مساوي توګه پای ته ورسیده.
دغه راز افغانستان د فوټبال سیالیو په تاریخ کی ۸-۱ ستره ماتې بوتان ته ورکړې ده خو له ترکمنستان څخه یې د خپل تاریخ ۱۱- ۰ بدترینه ماتې خوړلی ده.