چین ته د تورو جلغوزیو صادرولو په موخه نن د افغانستان ـ چین ترمنځ هوايي دهلېز پرانستل شو.
ولسمشر محمداشرفغني چې د دغه هوايي دهلېز پرانستغونډې کې یې ګډون کړی و وویل، د افغانستان پټه پانګه به په ملی پانګې بدله کړي او په ویاړ به یې تردې وروسته هرکال د لړم میاشتې ۱۵مه د جلغوزیو ملي محصولاتو د ورځې په نوم ونمانځل شي.
ولسمشر زیاته کړه، دا یوه تریخ حقیقت دی چې مخکې به د افغانستان جلغوزي د نورو هېوادونو په نوم صادرېدل، خو اوس به خپل ملي محصولات د افغانستان په نوم نورو هېوادونو ته صادروو.
نوموړي د هېواد په نوم بهرنیو هېوادونو ته د جلغوزیو صادرول په نړۍ کې د افغانسان تصویر بدلولو لهپاره د کرکېټ ترڅنګ، مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې یادو محصولاتو ته باید د ملي پانګې په سترګه وکتل شي او د صادرېدو پرمهال یې ټول صادراتي معیارونه هم په پام کې ونیول شي.
چین ته د حامد کرزي هوايي دهلېز له لارې د افغانستان جلغوزیو لومړنۍ جوپه چې ۲۰ ټنه وو، ولېږدول شول او ټاکل شوې هره ورځ په همدې کچه نور جلغوزي هم یاد هېواد ته ولېږدول شي.
د مالوماتو له مخې، افغانستان کې هرکال شاوخوا ۲۰ زره ټنه تور جلغوزي تولیدېږي چې اوسمهال یې ۲ زره ټنه صادرېدو ته چمتو دي.
راپورونه ښيي، که د افغانستان ټول جلغوزي د هېواد په نوم صادر شي، کلني عواید به یې ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونۍ د نړېوالو اړیکو مسوول ازرخش حافظي سلاموطندار ته وویل چې چین ته د تورو جلغوزیو لېږد د هېواد لهپاره ډېر ګټور دی.
دی وایي مخکې به د دې وچې مېوې بستهبندي په پاکستان او اېران کې کېدله او د یادو هېوادونو په نوم به نورو هېوادونو ته صادرېدل چې ګټه به یې هم هغوی ته کوله، خو اوس به یې دا ګټه افغانستان ته ورسېږي.
تر دې وړاندې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان تازه مېوې د لېږد په موخه له هندوستان، متحدو عربي اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو سره ګډ هوايي دهلېزونه پرانستل شوي وو.
بلخوا د اقتصادي چارو کاربوهان که څه هم بهرنیو هېوادونو ته د افغاني محصولاتو د لېږد په موخه د ګډو هوايي دهلېزونو پرانستل کېدل ګټور بولي، خو وايي، افغانستان باید په راتلونکي کې د اورګاډي او ځمکني ټرانسپورټ اسانتیاوې برابرې کړي او کم لګښټ د نړۍ مارکېټونو ته خپل محصولات ورسوي.