د افغانستان ـ قزاقستان کلنۍ سوداګري ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي په کابل کې د قزاقستان ـ افغانستان سوداګرۍ نښلولو په تړوا جوړې شوې غونډه کې وویل، د دواړو هېوادونو سوداګریزې هڅې د پخوا په پرتله پراخې شوي دي.

الکوزی وايي، د افغانستان ـ قزاقستان ترمنځ سوداګري ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي، چې له ۴۴ ډېرو قزاقي شرکتونو په افغانستان کې ۳۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

د سوداګرۍ خونې مرستیال وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد کې ستونزې شته، چې په حلولو سره به یې د افغان ـ قزاق سوداګري څو برابره زیاته او سربېره په دې به د افغانستان، روسیې او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې به پیاوړې شي.

غونډه کې د قزاقستان د پانګونې رییس اسکرارینوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو په برخه کې ژمنه وکړه او ویې ویل، په دې اړه به عملي ګامونه اخلي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین له حکومته د سوداګریزو اړیکو په برخه کې د زمینې برابرولو غوښتنه کوي.

د افغانستان ــ قزاقستان نښلوونکې سوداګريزه غونډه کې د دواړو هېوادنو سوداګر او چارواکي مخامخ خبرې اترې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام