د افغانستان ستر ملي اېتلاف د ټاکنو کمېټې نن (شنبه) سلګونه زره سپینې پېژندپاڼې، د سټېکرو بنډلونه، سټېکر لرونکې تذکرې او د رایې ورکوونکیو د نوملیکنې کتابونه خپاره کړل.
دوی ادعا کوي چې یاد اسناد راتلونکیو ټاکنو کې د پراخو درغلیو ښکارندويي کوي چې جمهوري ریاست، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د نفوسو د احوالو ثبت اداره پهکې لاس لري.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال او د دې اېتلاف غړي همایون همایون رسنیو ته وویل، که څه هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د خلکو جدي اړتیا دي، خو په یادو ټاکنو کې د حکومت او ټاکنو کمېسیون له لوري پلان شویو درغلیو پر یادو ټاکنو بې باوره کړي دي.
د همایون په وینا، د ټاکنو کمېسیون کارکوونکیو پر جعلي پېژندپاڼو، د خیالي کسانو او مړیو پر تذکرو هم سټېکرونه وهل شوي او ان د ټاکنو ځانګړي سټېکر یې د پیسو په بدل کې پر تذکرو لګولي دي.
په همدې حال کې د سترملي اېتلاف غړی احمدضیا مسعود ټینګار کوي چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید په راتلونکیو ټاکنو کې د درغلۍ مخه ونیسي او افغانان باید پر حکومت فشار راوړي چې رڼې ټاکنې وکړي.
د یاد اېتلاف غړیو یو ځل بیا ټینګار وکړ، که کمېسیون او حکومت یې غوښتنې ونهمني، هر ډول مدني لارې چارې به وکاروي.
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون تردې وړاندې ویلي وو چې د هر سټېکر او جعل په اړه ځوابویونکی دی، خو اوس د دې کمېسیون کمېشنر او ویاند سیدحفیظالله هاشمي وايي، یادې درغلۍ د کمېسیون کارکوونکیو نه، بلکې افغانانو چې په یو ډول له همدې ګوندونو او بهیرونو سره تړاو لري، کړي دي.
د یادونې ده چې د افغانستان سترملي اېتلاف د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د یوه خپلواک، بېطرفه او ظرفیت لرونکي کمېسیون پر رامنځته کولو، د ټاکنیز سېسټم بدلون، د ټاکنیزې پروسې بایومټریک کولو او د ټاکنو په ټولو بهیرونو کې سیاسي ګوندونو ته د نظارت زمینې پر برابرولو غوښتنه وکړه.