د افغانستان زونونو فوټسال اتلولۍ لیګ سیالۍ پېل شوې

په کابل کې د افغانستان د ۱۷ ولایتونو په استازیتوب د هېواد د ۸ زونونو منتخبو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون د مشر کرام الدین کریم او نورو لوړو پوړو ورزشي چارواکو په شتون کې په رسمي توګه د فوټسال په ځانګړي ورزشي جمنازیوم کې پرانیستل شو.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې پدې لوبو کې به ټولې لوبډلې په لیګ بڼه یو بل سره لوبې ترسره کړي.

د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه لیکي، چې په دې سیالیو کې د کابل الف، کابل بي، هرات، بلخ، نیمرزو، فراه، د شمال منتخبه لوبډله او د مرکز منتخبه فوټسال لوبډلې برخه لري.

چارواکي زیاتوي، چې په لومړي پړاو زونونو فوټسال سیالیو کې به د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ته غوره لوبغاړي په نښه شي.

د فوټبال فدراسیون د پلان له مخې به د سیالیو په پای کې ۱۸ تنه غوره لوبغاړي د لوبڅارانو له خوا د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي عبدالرزاق له خوا نېږدې څارل کیږي ترڅو تکړه لوبغاړي جذب کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام