
د اروپا فوټبال جام سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده د ۲۰۱۶ م ز کال ۱۵ م پړاو اروپا هیوادونو فوټبال جام سیالیو (سیمي فاینل) پړاو سبا د پرتګال او ویلز فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیل شي.
د ویلز هیواد فوټبال ملي لوبډله، چې د لومړي ځل له پاره په اروپایي فوټبال جام کې لوبیږي او دغه راز د روان جام نیمه پای لوبو ته رسیدلې ده، پرتګال ته په ماتې او فاینل ته په رسیدو د تاریخ جوړولو چانس لري.
د دواړو پرتګال او ویلز لوبډلو ترمنځ به سیالۍ به سبا شپه ۱۱ نیمې بجې په فرانسه کې ترسره شي، چې په ګټلو سره به یې ویلز د خپل فوټبال تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د کوم ستر ټورنامنټ (فاینل) لوبې ته لاره پیدا کړي.
ویلزاوسمهال د فوټبال په نړیواله درجه بندۍ کې ۲۶ م مقام لري، خو سیمي فاینل ته د رسیدو له پاره یې د نړۍ مخکښه فوټبال لوبډلې شاته پریښي دي.

د ویلز هیواد په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې فوټبال ملي لوبډله یې د اروپا فوټبال جام سیالیو کې د لوبیدو چانس ترلاسه کوي، ترنیمه پای لوبو رسیږي او ان د اتلولۍ له پاره هم مخکښه لوبډله شمیرل کیږي.
دغه راز پرتګالۍ فوټبال ملي لوبډله هم بیا ویلز ته د ماتې ورکولو تابیا لري، ترڅو د ۲۰۰۴ م ز کال وروسته د دویم ځل له پاره پای لوبه کې د لوبیدو چانس ترلاس کړي.
پرتګال له روان جام وړاندې ۳ ځلې د اروپا فوټبال جام (سیمي فاینل) ته رسیدلی دی، خو د خپلو سیالانو په وړاندې یې ماتې خوړلي او له (فاینل) څخه پاتې شوی دی.
دغه راز په دویمه نیمه پای لوبه کې به کوربه فرانسه فاینل ته د رسیدو په موخه له فوټبال نړیوال جام اتلې المانۍ لوبډلې سره د جولای په ۷ مه نیټه لوبه وکړي.
ټاکل شې ده د روانې جولای میاشتې په ۱۰ مه نیټه به راتلونکې یکشنبه د ۱۵ م پړاو اروپا فوټبال جام اتله لوبډله په ډاګه شي.
دیادونې وړ ده، چې د اروپا فوټبال جام په تاریخ کې المان او اوسنۍ اتله هسپانیه په درې درې اتلولیو سره ترټولو کامیابه لوبډلې شمیرل کیږي.





