حمید حسن یو ځل بیا د ملي لوبډلې ملا ور وتړله

افغان کرکټ بورډ وایي، چې چټک مشهوره افغان بالر حمید حسن د پنځم نړیوال جام لوبولو له پاره هندوستان ته رسېدلی او له کرکت ملي لوبډلې سره یوځای شوی دی.

حمید حسن د لوبې له پاره خپل تمرینان پیل کړي دي.

ټاکل شوې ده، چې حمید حسن به له ۷ میاشتو انتظار وروسته یو ځل بیا په شپږم پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کی ولوبیږي.

د یادونې وړ ده، چې حمید حسن د تېر۲۰۱۵ کال جولای میاشتې په ۲۳ مه نېټه د افغانستان له پاره وروستۍ نړیواله لوبه کړې وه.

حمید حسن د وروستي ځل له پاره ۷ میاشتې مخکې د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب د شپږم پړاو ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام په ټاکنیز پړاو کې ولوبید.

نوموړي په ۲۰۱۱ کال کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې خلاف د کرکټ نړیوالې شورا غوره لوبډلې په ګټه د لوبې پرمهال په فیلډینګ کې سخت ټپي شو.

په دغه ۴ ورځنۍ لوبه کې له ټپي کېدو وروسته حمید حسن د افغانستان له پاره په هیڅ (فرسټ کلاس) څلور ورځنۍ لوبه کې ونه لوبېده.

دا په داسې حال کې وه، چې د حمید حسن په موجودیت کې افغانستان په انټرکانټینینټل جام لومړي ګډون سره د اتلولۍ جام وګاټه، خو د دغه بالر په نه موجودیت کې افغانستان اوسمهال دغه اتلولي هم له ځان سره نه لري.

حمید حسن له تېر څه باندې ۵ کالونو راهیسې په دوامداره توګه د افغانستانل له پاره نه دی لوبېدلې.

که څه هم په نړیوال جام ټاکنیزپړاو، ایشیا کپ، او دغه راز د تېرو ۳ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو ترڅنګ په ۲۰۱۵ کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې غړی و.

حمید حسن ته نږدې سرچینې وایي، چې دغه مشهوره تېز توپ اچونکی اوسمهال پوره روغتیا لري، ښايي، چې دا ځل د ډېرو سیالیو له پاره له ملي لوبډلې سره ملګرتیا وکړي.

حمید حسن د افغانستان کرکټ په تاریخ کې هغه بالر دی، چې د ۵ کلونو راهیسې وخت ناوخت د افغانستان له پاره لوبېږي خو بیا هم د نوموړي د یو ورځنیو سیالیو د زیاتو وېکټو ریکارډ یې تېره میاشت دولت ځدران او د شل اوریزه لوبو د زیاتو ویکټو ریکارډ یې مشهوره ال راونډر نبي عیسی خېل په خپل نوم کړل.

حمید حسن که څه هم تراوسه یواځې په ۱۲ فرسټ کلاس لوبو کې لوبېدلی دی او په ۶۶ وېکټو د افغانستان له پاره مخکښ بالر شمېرل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام