د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان کمیشنري وايي، چې تېر ۲۰۱۵ م ز کال د ټولې نړۍ د پناه غوښتونکو ماشومانو شمېر ۱۰۰ زرو تنو ته رسیده او دغه شمېر بې ساری دی.
د جون ۲۰ مه د کډوالو نړېواله ورځ ده، چې دغه ورځ نن (دوشنبه جون ۲۰مه) په کابل کې هم په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ له خوا " په نړۍ کې د افغان کډوالو د وضعیت" په نوم و نمانځل شوه.
په دغه نمانځغونډه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر "رافلیپو ګراندي" وویل، چې د افغان ماشومانو د شمېر د زیاتوالي عمده لامل په بهرنیو هېوادونو کې په اسانه د هغوی منل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغان کډوالو ۵۰ سلنه ماشومان جوړوي او دوی د کورنۍ د نشتوالي او یواځيتوب سخت احساس کوي.
له بل لوري د افغانستان د کډوالو او راستیندونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، چې د ۲۰۱۵ م ز کال په پرتله په ۲۰۱۶ م ز کال کې د کډوالو وضعیت بدلون کړی او په دغه برخه کې د پام وړ کموالی ليدل کيږي.
بلخي وویل، چې تېر کال شاوخوا ۲۵۰ زره افغانان اروپايي هېوادونو ته مهاجر شوي و، خو یوازې ۶۰ سلنو اسناد يې منل شوي و، خو په وینا يې د کال له پېل راهیسې تر اوسه بیا شاوخوا ۳ زره مهاجر بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي زیاته کړه، چې د یاد ۳ زرو کډوالو له ډلې ۱۰۰۰ تنه يې يوازې له المان هېواده راغلي دي.
همدارنګه د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر وايي، چې سبا (جون ۲۱ مه) پاکستان ته ځي او په دغه هېواد کې به د افغان کډوالو د ستونزو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
په دغه راپور کې همدارنګه راغلي، چې په ۲۰۰۵ م ز کال کې په اوسط ډول په هره دقیقه کې ۶ تنه خپل کورونه پرېښودل او دغه شمېره سږکال ۲۴ تنو ته رسیدلی دی.
د ملګرو ملتونو په سږني راپور کې راغلي، چې په ټوله نړۍ کې د کډوالو په منځ کې له ۹۸ زرو زیات ماشومان دي.
راپور کاږلي، چې د نړۍ د ټولو هېوادونو د کډوالو نيمايي يې له ۱۸ کلونو کم عمر لرونکي دي او زیات يې هغه ماشومان دي، چې خپل کورونه يې پرې ايښي او یوازې يې سفرونه کړي.