د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سنګاپور ته روانه شوه

د فوټبال فدارسیون د تخنیکي څانګې مسوول طاهررووفي سلام وطندار  ته وویل چې افغان لوبډلې ته ۶ لوبغاړي له افغانستان څخه او پاتې ۱۹ له بهرمیشتو افغان فوټبال لوبغاړو څخه غوره شوي دي.

د ښاغلي رووفي په وینا، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به د روسیي په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته دلارې موندنې په موخه د اسیا په لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو کې د خپل پنځم (اي) ګروپ څلورمه لوبه د اکتوبرپه ۸ مه نیټه له سنګاپور فوټبال ملي لوبدلې خلاف ترسره کړي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان او سنګاپور فوټبال ملی لوبډلو ترمینځ دغه سیالۍ به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د سنګاپور په کوربتوب ترسره شي.

دافغانستان فوټبال فدراسیون د روانې اکتوبر میاشتې په ۸ مه نیټه د سنګاپور خلاف او د همدې میاشتې په ۱۳ مه نیټه په سوریه کې د امنیتي ستونزو له کبله د اردن په کوربتوب د سوریه فوټبال ملي لوبډلې خلاف د راتګ پړاو لوبو له پاره خپله ۲۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې اویس عزیزي ، فردین کوهستانی، محبوب الله کاکړ او حمید الله وکیلي د ګول ساتوونکو په توګه غوره شوي دي.

دغه راز جلال الدین شریعتیار، کنشکا طاهر، مسیح سیغاني ، روح الله اقبالزاده ، انوش دستګیر،مصطفی حدید، ضمیر داودي، سید محمد هاشمي او حسن امین د دفاع لیکې له پاره، اباسین علي خیل، ارش هاتفي، وحید ندیم، مصطفی ځاځی، زبیرامیري، مصطفی ازادزوی، امید پوپلزی، شبیریوسفي او محمد انور اکبري منځنۍ لیکه کې اخیستل شوي.

همدارنګه فیصل شایسته ، خیبراماني او نورالله امیري به د سنګاپور او سوریه لوبډلو خلاف د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له پاره په برید لیکه کې ولوبیږي.

د فوټبال نړیوالې شورا له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د افغانستان او سنګاپور فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ لوبه به د افغانستان په وخت مازیګر ۴ نیمې بجې په (سنګاپور سپورټس هب) لوبغالي کې ترسره شي، چې ورته ټول لوبڅاران د هانګ کانګ  څخه غوره شوي دي.

د یادونې وړ ده چې نړیوال جام سیالیو ته دلارې موندنې په موخه د اسیا په روانو لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو کې افغانستان په خپل ګروپ کې د کمبودیا خلاف بریا، خو د سوریه او جاپان خلاف ماتو وروسته څلورم مقام له ځان سره لري.

د فوټبال په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان ۱۵۰ خو سنګاپور بیا ۱۵۷ م مقام کې ځای لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام