
نن جمعه (مارچ ۳مه) د بامیانو بابا غره په لمن کې د یاد ولایت د سکي لوبې ۷م نړېوال پړاو ترسره شو.
د معلوماتو پر بنسټ، په لوبه کې ۸۰ بهرني او داخلي سکيبازانو ګډون کړی و، چې په لومړني او مسلکي برخو کې يې یو له بل سره سیالۍ وکړې.
د لوبې لهپاره ۱۰۰۰ متره واټن ټاکل شوی و، چې پهکې له اسټرالیا، فرانسې، انګلستان، سویس او امریکا هېوادونو لوبغاړي ګډون کړی و.
په دغو ګډون کوونکو کې افغان سکيباز مجتبی حسېني وکولی شو، چې لومړی مقام خپل کړي.

مجتبی حسینې وايي، چې د دغې لوبې لهپاره يې له تېرو دوو کلونو راهیسې خورا زیات چمتووالی نیولی و.
له بل لوري بهرنیان هم، د بامیان ولایت بابا غره لمن د سکي لوبې لهپاره ډير مناسب بولي او وايي، چې دغه لمن د ژمي ورزشي لوبو لهپاره ځانګړي ځایونه لري.
د کریستوف په نوم یو سویسي لوبغاړي وویل، چې په بامیانو کې د دغه شان لوبو ترسره کولو یواځنۍ موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې د نړۍ ۱۲۴ هېوادونو لهخوا هم د سکي نړېوالې سیالۍ ترسره شوې، چې په دغو لوبو کې افغانستان ۷۳ م مقام خپل کړ.





