د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو نن زمبابوې ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د رخصتولو پرمهال رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې کوربه هېواد زمبابوې د کرکټ لوبو د ژوندي بهیر خپرولو ژمنه ماته کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان ۱۵ کسیزه کرکټ ملي لوبډله نن له کابل څخه د زمبابوې خلاف د ۵۰ اوریزه او ۲ شل اوریزه سیالیو ترسره کولو په موخه د دغه هیواد په لور روانه شوه.
د کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش وايي، چې د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کېدونکو نړیوالو سیالیو د ژوندي بهیر خپرولو شرط د دواړو کرکټ بورډنو د هوکړې برخه وه، خو اوس په تلویزیون د سیالیو خپرېدل ناشونې برېښي.
له دې وړاندې افغان کرکټ بورډ هم له خپلو کرکټ مینه والو سره ژمنې کړې وې، چې له زمبابوې سره کېدونکي ۵ نړیوالې پنځوس اوریزه او ۲ نړیوالې ۲۰ اوریزه لوبې به په نړیوالو تلویزونو په ژوندۍ بڼه خپرې شي.
د دانش په وینا، چې کوربه زمبابوې کرکټ بورډ له خپرونکي ټلویزیون (ټین کرکټ) سره نامعلومه ستونزې لري او له همدې کبله د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ژمنه شوي ژوندي بهیر خپرول ناشونی برېښي.
د کرکټ بورډ دعمومي مشر په وینا، افغان کرکټ بورډ د سیالیو ژوندي بهیر خپرولو کې هر راز مرستې ته تیار دی، خو چې د زمبابوې کرکټ بورډ او خپرونکی ټلویزیون ( ټین کرکټ) خپلې ستونزې هوارې کړي.
په همدې حال کې د کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي رسنیو سره په خبرو کې کرکټ مینه وال لاهم په انتظار کې وساتل چې لاهم د سیالیو د ژوندي بهیر له پاره د کرکټ بورډ هڅې روانې دي او تمه لري چې مثبتې پایلې به ولري.
د ستانکزي په وینا، افغان کرکټ ملي لوبډلې په کابل کې د یوې اونۍ تمرینات ترسره کړل او د زمبابوې سفر له پاره ملي لوبډله له فزیکي، تخنیکي او رواني اړخه ښه پیاوړې ده.
د یادونې وړ ده، چې همدا مهال (ټین کرکټ) ټلویزیون له زمبابوې څخه د پاکستان او کوربه زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اوریزه او یو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو ژوندی بهیر خپروي.
اوسمهال په نړېواله کچه (ټین کرکټ) شبکه د کرکټ او نورو لوبو د ژوندي بهیر له پاره ۳ شبکې (ټین کرکټ، ټین سپورټس او ټین اکشن) لري چې په د ټین سپورټس پرته به دوه نور ټلویزیونه د پاکستان او انګلستان او سریلانکا او ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ کرکټ لوبې په ژوندۍ بڼه ښیي، چې په کې د افغانستان او زمبابوې د لوبې د ژوندي بهیرامکان نه لیدل کیږي.
د زمبابوې سفر له پاره په افغان کرکټ اصغرستانکزې کپتان ، نوروزمنګل ، نبي عیسی خېل ، سمیع الله شینواری، شهزاد محمدي، نورعلي ځدران ، شاپورځدران ، نجیب الله ځدران، دولت ځدران ، حمزه هوتک ، حشمت الله شهیدي، میرویس اشرف، شفیق الله شفق، فرید ملک او افتاب عالم شامل دي.
چې د شل اوریزه لوبو له پاره به کریم صادق ، عثمان غني ، راشد ارمان او ګلبدین نایب د میرویس اشرف ، حشمت الله شهیدي، نورعلي ځدران او دولت ځدران په ځای زمبابوې ته ولیږل شي ترڅو د کوربه لوبډلې خلاف په ۲ پلان شویو شل اوریزه سیالیو کی ولوبول شي.