د اقینې رېل پټلۍ نن ورځ (دوشنبه) د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمداوف په ګډون پرانیستل شوه.
د رېل دا پټلۍ افغانستان ته د سوداګرۍ اسانه او چټکه زمینه برابروي، چې له دې لارې افغانستان د منځنۍ اسیا، ترکیې او د اورپا له نورو هېوادونو سره خپله سوداګري پراخه کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د رېل پټلۍ پرانیست غونډې ته وویل، چې د اقینې رېل پټلۍ افغانستان په اسیا کې د سوداګریزې او ټرانزیتي څلور لارې د بدلون یوه برخه ده.
ښاغلي غني زیاته کړه، چې افغانستان غواړي د شبرغان ـ مزارشریف رېل پټلۍ په مرسته چین او ایران ونښلیږي.
محمد اشرف غني وویل، چې "زموږ نننۍ تحفه د اقینې ارتباط د اسیا نړیوالې رېل شبکې سره، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اړیکو کې یو مهم ګام دی؛ خو د ټولو اسیايي هېوادونو ترمنځ د اقتصادي لارې جوړولو کې یو ستر پرمختګ دی."
دغه راز، د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمداوف وویل، چې هېواد يې په فرهنګي برخه کې هم له افغانستان سره مرسته کوي.
د ترکمنستان ولسمشر زیاته کړه، چې هېواد به يې په راتلونکي کال کې ۵۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته صادره کړي او دا بهیر به په ۲۰۱۸ کال کې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ته ورسیږي.
د ترکمنستان ولسمشر وايي، د اقینې رېل پټلۍ سره به له ۱۲ زرو زیات کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د اقینې رېل پټلۍ د ترکمنستان له اتامراد – امام نظر سیمې پیل او د افغانستان تر اقینې بندر پورې دوام لري، چې دغه رېل پټلۍ د افغانستان په خاوره کې د ۳,۵ کیلو مترو په اوږدوالي جوړیږي.