د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له ایرلنډ سره په یوه حساسه مسابقه کې مخامخېږي.
دا مسابقه چې د نړۍوال جام د غوراوي لهپاره د شپږو غورو لوبډلو د سیالیو په لړ کې کېږي؛ د دواړو لهپاره زیاته مهمه ده.
که دا مسابقه چې د افغانستان پر وخت د غرمې پر ۱۲ بجې پیلېږي؛ هره لوبډله وګټله؛ نړۍوال جام ته وځي.
ویسټانډیز لهدې مخکې د ۸ امتیازونو په لرلو سره نړۍوال جام ته وتلی دی.
پرون «پنجشنبې» متحده عربي اماراتو زمبابوی ته په ۳ منډو ماتې ورکړه.
د متحده عربي اماراتو دې بري نړۍوال جام ته د افغانستان د وتلو هیله ژوندۍ کړه.
خو نننۍ مسابقه به څرګنده کړي چې افغانستان که ایرلنډ نړۍوال جام ته لاره مومي.