د افغانستان اساسي قانون بیاکتنې ته اړتیا لري

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن په کابل کې د افغانستان د اساسي قانون د ۱۶مې کالیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، چې د هېواد اساسي قانون نیمګړتیاوې لري او د معاصرې دورې اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

نوموړي زیاته کړه، اوسنی اساسي قانون په ۱۳۸۲ کال په داسې حالاتو کې تصویب شو چې په هېواد کې د خوشبینۍ فضا واکمنه وه.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال امیرخان یار په یاده غونډه کې د خبرو پرمهال پر حکومت نیوکه وکړه او ويې ويل چې د ولسمشر یو شمېر هغه تقنیني فرمانونه لاهم نافذ دي چې د ولسي جرګې له خوا رد شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اساسي قانون پر پلي کولو د څارنې خپلواک کمیسیون رییس محمد قاسم هاشم‌زی وايي، دغه کمیسیون په خپلو کاري پروسو کې له ستونزو سره لاس په ګرېوان دی.

هاشم زی زیاتوي چې اساسي قانون د ځینو بنسټونو له خوا نقض او تر پښو لاندې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام