د اسکار جایزې د ۹۰یمې دورې ګټونکي پرون مشخص شول. پهدې دوره کې په ۲۴ بېلابېلو برخو کې جایزې ورکړل شوې. د «گیلرمو دل تورو» په لارښوونې د «اوبو څېره» The Shape Of Water په ۱۳ برخو کې نوماند و چې په ډېرو هغو کې یې د نوماندۍ لومړي مقامونه خپل کړل. لهدې فلم نه وروسته د «مارتین مک دونا» په لارښوونې «له میزوري ایبینګ نه بهر د درې دړو فلمونه» د نوماندۍ په ۹ برخو کې او د «کریستوفر نولان» په لارښوونې د «دانکرک» د نوماندۍ په ۷ برخو کې دویم او درېیم مقامونه خپل کړيدي.
«د اوبو څېره» د لومړي درجه غوره فلم، غورې لارښوونې، د متن بهترینې موسیقۍ او د ښو صحنو د طرحو په لرلو سره په څلورو برخو کې د جایزو په ګټلو سره لومړی ځای ونیو. دانکرک د ۳ جایزو په ګټلو سره دویم مقام او تر ټولو تیاره ساعت، کوکو او بلیدرنر هر یو د ۲ جایزو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړ.
د اسکار د جایزو په ۹۰یمې دورې کې د لومړي درجه ښه لوبغاړي جایزه ګیري اولډمن د «تر ټولو تیاره ساعت» فلم کې د رول په لوبولو سره واخیستله. د لومړۍ درجې ښې لوبغاړې جایزه فرانسیس مک دورمند په «له میزوري ایبینګ نه بهر د درې دړو فلمونه» کې د رول لوبولو پر اساس واخیستله. د غوره مکمل نارینه جایزه سام راکول «له میزوري ایبینګ نه بهر د درې دړو فلمونه» کې د نقش لوبولو پر بنسټ واخیستله او د مکملې غورې ښځې جایزه الیسون جیني له «زه تانیا» فلم نه واخیستله.
د اسکار ګټونکیو نوملړ:
شمېره | د فلم نوم | د جایزې ګټونکی |
1 | د اوبو څېره The shape of water | لومړی درجه غوره فلم |
2 | د اوبو څېره The shape of water | غوره لارښود |
3 | د اوبو څېره The shape of water | د متن غوره موسیقي |
4 | د اوبو څېره The shape of water | د غوره صحنې طرحه کول |
5 | تر ټولو تیاره ساعت The darkest hour | لومړی درجه ښه لوبغاړې |
6 | تر ټولو تیاره ساعت The darkest hour | د څېرې غوره طرحه |
7 | له میزوري ایبینګ نه بهر د درې دړو فلمونه Three Billboards Outside Ebbing, Missouri | لومړۍ درجه ښه لوبغاړې |
8 | له میزوري ایبینګ نه بهر د درې دړو فلمونه | مکمل غوره نارینه |
9 | زه تانیا I Tonya | مکمله غوره ښځه |
10 | یوه شگفت انگیزه ښځه A fantastic woman | غوره نا انګلیسي فلم |
11 | ما ته دې په نوم غږ وکړه Call me by your name | غوره اقتباسي سناریو |
12 | بهر ووځه Get out | غوره اصلي سناریو |
13 | آی کاروس Icarus | لومړی درجه غوره مستند فلم |
14 | کوکو Coco | غوره لومړی درجه انیمیش |
15 | کو کو Coco | غوره ترانه |
16 | دانکرک Dunkirk | غوره تدوین |
17 | دانکرک Dunkirk | د غږ غوره تدوین |
18 | دانکرک Dunkirk | غوره غږاچول |
19 | بلید رنر Blade runner | غوره فلماخیستنه |
20 | بلید رنر Blade runner | غوره تصویري جلوې |
21 | د خیال رښته Phantom thread | د جامو غوره طرحې |
22 | خاموش ماشوم The silent child | غوره کوچنی فلم |
23 | ګران باسکټبال Dear basketball | غوره کوچنی انیمیشن |
24 | جنت په ۴۰۵ واټ کې ترافیکي مانع ده Heaven is a traffic jam on the 405 | غوره کوچنی مستند |