د اسپانیې هیرو انییسټا له نړۍوال فوټبال سره مخه ښه وکړه

د سږکال ۲۱م پړاو فوټبال نړۍوال جام سیالیو څخه د اسپانیې په حذف کېدو سره د یاد هېواد فوټبال ملي لوبډلې خپل مشهور لوبغاړی او پخوانی کپتان اندریس انییسټا هم له لاسه ورکړ.

د اسپانیې له‌پاره د ۲۰۱۰ کال فوټبال نړۍوال جام (فاینل) کې ګول وهلونکی او اتل لوبغاړی ۳۴ کلن انییسټا د وروستي ځل له‌پاره بېګا شپه د روسیې خلاف فوټبال سیالۍ د بدیل لوبغاړي په توګه میدان ته ښکته شو.

د اسپانیې او روسیې ترمنځ  لوبه د قانوني او اضافه وخت سره ـ سره په یو ـ یو ګول مساوي شوه خو په پنلټي شوټونو کې ۴ د ۳ ګولونو په وړاندې کوربه روسیې بریا خپله کړه، د لومړي ځل له‌پاره د فوټبال نړۍوال جام (کوارټرفاینل) ته ورسېد او د ۲۰۱۰ کال اتله اسپانیه یې حذف کړه.

د یادونې وړ ده چې انییسټا په ۱۳۱ نړۍوالو سیالیو کې د خپل هېواد فوټبال ملي لوبډلې په ګټه ولوبید، ټولټال یې ۱۳ ګولونه ووهل چې وروستی نړۍوال ګول یې د روسیې خلاف په پنلټي شوټ سره ترسره کړ.

انییسټا د اسپانیې د ماتې او د نړۍوال فوټبال پرېښودو وروسته رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، دا یې د فوټبال کیریر ترټولو خواشینوونکې ورځ ده او زیاتره وخت لوبغاړی هغه څه نشي ترلاسه کولای چې خوب یې لیدلی وي.

د یادونې وړ ده چې د اسپانیې فوټبال ملي لوبډلې ترڅنګ اندریس انییسټا د ۲۲ کلونو له‌پاره د اسپانوي کلپ بارسلونا له‌پاره ولوبید او د سږکال په (می) میاشت کې له جاپاني کلپ ویسل کوبي سره یوځای شو.

د اسپانیې فوټبال مشر فرنینډو په خپلو خبرو کې اندریس انییسټا د خپل فوټبال تاریخ یو له سترو لوبغاړو یاد کړی دی او د اسپانیې فوټبال له‌پاره یې د نوموړي د لاسته راوړنو مننه کړې ده.

د یادونې ده چې روسیه د سږکال په فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې د ګډون کوونکیو ۳۲ لوبډلو په کتار کې ترټولو ښکته ۷۰ مقام لري خو د ۲۰۱۰ کال فوټبال نړۍوال جام اتله اسپانیې بیا ۱۰ مقام درلود چې له ماتې سره مخ شوه.

دغه‌راز د فوټبال نړۍوال جام سیالیو د بېګا شپې په دویمه یو پر ۱۶م پړاو (پري کوارټرفاینل) لوبه کې د کروشیا او ډنمارک سیالۍ هم د قانوني او اضافه وخت وروسته په یو ـ یو ګول مساوي شوه خو کروشیا په پنلټي شوټونو کې ۳ د ۲ ګولونو پر وړاندې ماتې ورکړه او د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته ورسید.

کروشیا چې په ۱۹۹۸ کال فوټبال نړۍوال جام کې یې دریم مقام ترلاسه کړی و د ۲۰ کلن انتظار وروسته د فوټبال نړۍوال جام دریم پړاو(کوارټرفاینل) پړاو ته ورسید.

د روان فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام نن ماښام ۶ نیمې بجې لومړۍ لوبه کې برازیل له مکسیکو سره او د شپې ۱۰ نیمې بجې به بلجیم له جاپان سره سیالۍ (سیمي فاینل) ته د رسېدو له‌پاره سیالۍ وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام