د اسلام اباد د پګواش په غونډه کې وسله‌والو طالبانو ګډون نه دی کړی

له قطر او کابل وروسته پګواش خپله بله ناسته داځل د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې جوړه کړې، چې له دې ناستې موخه د افغان لوري، طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکیچ ته د حل لاره پېدا کړي.

راپورونه داسې وو، چې په دې ناسته کې به د افغان سیاستوالو او مدني فعالانو ترڅنګ پاکستاني چارواکي، مدني فعالان او وسله‌وال طالبان هم ګډون کوي، خو ویل کيږي چې تېره ورځ پېل شوې یاده ناسته کې طالبانو ګډون نه دی کړی.

پاکستاني خبریال رحیم الله یوسفزي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په دې ناسته کې د افغانستان د سولې په تړاو نظرونه سره تبادله کيږي.

« مخکې چې دوی کومی غونډې کړې وي پګواش په قطر کې هغې کې خو طالبان موجود و، خو دا داسې نه ده چې دې کې دې څوک د طالبانو نمایندګي کوي یا دې د افغانستان د حکومت نمایندګي کوي.»

یوسفزی زیاتوي، چې دغه ناسته کوم رسميت نه لري خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکيچ حل سره مرسته کولی شي.

د پګواش د اسلام اباد د غونډې دغه ګډونوال وايي، چې د سولې د پاره د پګواش ناستې که ډيرې نه شي نو بیا ګټه نه لري.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه محب شریف سلام وطندار سره په خبرو کې د پګواش د اسلام اباد په غونډې کې د طالبانو نه ګډون طالبانو ته د دې غونډې نه اهمیت په ګوته کړلو.

شریف زیاتوي، چې طالبان فکر کوي د پاکستان تر سېوري لاندې به دوی له دې ناستې کومه لاسته راوړنه ونه لري.

شریف د دې امکان هم ښکاره کوي، چې ګوندې پاکستان به په اسلام اباد کې د پګواش په ناسته کې طالبانو ته د ګډون اجازه نه وي ورکړي.

یاده دې وي، چې طالبانو په دغه غونډه تر اوسه د خپل ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

د پګواش دغې سازمان د افغان حکومت، سیاستوالو او وسله‌والو طالبانو د استازو ترمنځ د ناستو لړۍ وروسته له هغې په قطر کې پیل کړې، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانستنې او پر هغې د اسلامي امارت نوم او جنډې درولو سره مخالفت ښکاره کړ او له قطر او متحده ایالاتو څخه یې د دې دفتر د تړلو غوښتنه وکړه.

همدا و چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه ودرېدې او پګواش د دې خبرو د بیا پېل له پاره ناستې جوړې کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام