د ابو‌ظبي غونډه؛ پر اوربند او کورنیو مسایلو هېڅ بحث شوی نه‌دی

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د ویاند له قوله لیکلي چې د دوی استازیو له خلیلزاد سره په ابوظبي کې د اوربند په اړه هېڅ بحث کړی نه‌دی.

د طالبانو ویاند د خبرو پر بنسټ، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالبان بندیانو خوشې کېدل او امنیتي ځواکونو د عملیاتو درول په دغې غونډې کې د بحث اصلي موضوعات وو.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د مالوماتو له مخې، د حقاني شبکې درې غړیو حفیظ یحیی، سعدالله حماس او ډاکټر فقیر په دغو خبرو اترو کې ګډون درلود.

د طالبانو ویاند دغې ورځپاڼې ته ویلي چې په یاد غونډه کې د افغانستان هېڅ کورنۍ موضوع یاده شوې نه‌ده او «دغه ډله د افغانستان د کورنیو چارو په اړه د هېچا مشورې ته اړتیا نه‌لري.»

زلمي خلیلزاد هم په یوه ټویټ کې د متحده ایالاتو غونډه ګټوره بللې ده.

که څه هم د طالبانو استازيو د اماراتو په غونډه کې له افغان دولت سره له مخامخ لیدلو ډډه کړې، خو په کابل کې د امریکا سفارت یوه ویاند سلام‌وطندار ته وویل چې د ابوظبي په غونډې کې د زلمي خلیلزاد ګډون د افغان جګړې پای ته رسولو او د سولې خبرو اترو له‌پاره د اسانتیا برابرولو برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د هڅو یوه برخه ده. د نوموړي په وینا، امریکا تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې روانه جګړه هاغه مهال پای مومي چې افغانان په خپلو کې یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.

د امریکا سفارت ویاند د افغان سولې له‌پاره د خبرو اترو زمینې برابرولو برخه کې د پاکستان په اړه وویل، د امریکا متحده ایالات د افغان سولې پرمختګ او د جنوبي اسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والي له‌پاره د پاکستان هر ډول اقدام ستايي.

زلمي خلیلزاد د روان کال د سپټمبر میاشتې راهیسې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پیل له‌پاره د بستر جوړولو په اړه څو ځله له دواړو لوریو سره لیدلي دي.

زلمي خلیلزاد او د طالبانو استازیو درې ورځې د متحده اماراتو په پلازمینې ابوظبي کې پر افغان سولې مخامخ خبرې وکړې. په دغو خبرو اترو کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر استازیو، د دغې ډلې نظامي استازیو، د امریکا، پاکستان، عربستان او اماراتو استازیو ګډونن کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام