دیني عالمان: د روژې په میاشت کې دې طالبان جګړه ودروي

یو شمېر دیني عالمان د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدلو سره له طالبانو د جنګ جګړو او وینو تویولو د بندېدو غوښتنه کوي.

دوی وايي، چې روژه د رحمتونو او عبادتونو میاشت ده او په دغه میاشت کې نه باید خلک وځورول شي.

دیني عالم کمال الدین حامد سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې روژه د رحمتونو میاشت ده او د رحمتونو په دې میاشت کې وژنه د اسلام دین له مخې ستر جنایت دی.

د حامد په خبره، د اسلام دین پيغام د سولې پيغام دی او په دین کې هر ډول زور زیاتی ناروا عمل دی.

دغه دیني عالمان د خلکو سره مرسته د روژې په میاشت کې لوی ثواب بولي او د مسلمانانو په منځ کې وېره اچونه لویه ګناه یادوي.

په همدې حال کې یو بل عالم جلاالدین حنفي هم په هېواد کې د بې ګناه کسانو وژنه ستر جرم او جنایت بولي او له طالب وسله والو ډلو غواړي، چې په دې میاشت کې د بېګناه کسانو له سر پرې کولو او وژنو لاس واخلي.

حنفي زیاتوي، هر څوک چې د انسانانو وژنې، د الله تعالې په عذاب به اخته شي.

بل خوا په افغانستان کې ملګري ملتونه له ټولو ښکېلو لورو غوښتي، چې د روژې په میاشت کې دې جنګ جګړې بندې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یونما  پلاوي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې کاږلي، چې د روژې مبارکې میاشتې ته په درنښت سره دې جګړو ته د پای ټکی کېږدي؛ تر څو  افغانان په امن چاپېریال کې عبادت وکړي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملګري ملتونه د افغان سولې او ثبات ټينګښت کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام