د هېواد د شمال او شمال ختيځو ولایتونو دیني عالمان په بلخ کې راټول شوي وو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د را کموالي په اړه یې نظرونه سره شریک کړل.
د دې عالمانو په باور په مېرمنو تاوتریخوالی په اسلام کې ځای نه لري او پر مېرمنو تاوتریخوالي او په ځانګړي توګه جنسي تېري کوونکي باید اعدام شي، چې د نورو خلکو له پاره عبرت پاتې شي.
راټولو شوو دیني عالمانو وویل، چې د تاوتريخوالي وروستي ډولونه د د یني احکامو پر اساس استناد کيږي، په داسې حال کې چې دا ډول پېښې د اسلام او دين سره هیڅ سر او کار نه لري.
د هېواد د شمال او شمال ختيځ عالمانو د شورا منشي مولوي عبدالرووف توانا وايي، په ښځو جنسي تېري کوونکي باید سنګسار او اعدام شي، چې په راتلونکې کې څوک د دا ډول ګام اخیستو جرات ونه کړي.
په همدې حال کې د ښځينه حقونو فعالې جمیرې کهزاد وویل، د تاوتریخوالي په مخنیوي کې د دیني عالمانو رول ډير مهم دی او دوی کولی شي، چې د مېرمنو اړوند د عدالت په برخه کې ښکاره رول ولوبوي.
د سرپل ولایت د ښځو چارو ريیسې نسیمې ارزو پر ښځو د تاوتريخوالي کچې لوړېدو او د جنسي تېریو زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه« پرښځو دجنسي تېريو ډېرېدو د افغانستان د ټولو مېرمنو روحیه ځپلې ده»
د بلخ ولایت د حج او اوقافو ریيس مولوي حمید الله عنایت وايي، ناوړه دودونه، لوړ مهر او زیاتې پېسې اخیستل په ټولنه کې پر ښځو د تاوتريخوالي د زیاتېدو عمده لاملونه دي.
په دې ورستيو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د جنسي تېريو او تاوتريخوالي کچې لوړېدو د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه اندېښمن کړي او زیاتوي، چې که ددې لړۍ مخه ونه نیول شي نو د مېرمنو په ټولنیز حضور به بده اغیزه وکړي.