دوه ورته پېښې؛ قرنطین پر بامياني مېرمنو څه راوستي؟

امن کور، هغه ځای چې د کورني تاوتريخوالي قرباني مېرمنې چې ترخې او دردوونکې تجربې لري، پنا ورته ور وړي.

د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره قرنطين لامل شوی چې خاوند، پلار، ورور او په ټوله کې سړي د کور له مېرمنو سره بد چلند کوي چې دا کار بوږنوونکی دی. له بل پلوه چې په دې ټولنه کې ښځې خپل غږ پورته کړي نو وهل‌ډبول کېږي او غږ يې ټپېږي.

راضیه او فریده هغه مستعار نومونه دي چې يوه يې ۲۵ او بله يې ۳۰ کاله عمر لري او د قرنطين پر مهال د کورنۍ د سړيو له لوري ورسره بد چلند شوی دی.

د راضيې سترګې له اوښکو ډکې دي او له بغضه په ډک ستوني وايي، خاوند يې د قرنطين پر مهال له تجريد او وهل‌ډبولو پرته بل کار نه درلود.

خاوند يې راضيه تر دې کچې وهي چې ګاونډيان يې خلاصون لپاره راځي چې دې کار اړه کړه امن کور ته پناه يوسي.

فریده هم لکه د راضيې په شان داستان لري او وايي چې د اوبو او ډوډۍ پرځای يې سوک او لغته خوړل.

نوموړې هم دې لپاره چې د پناه څوک نه لري اړه کېږي امن کور ته پناه يوسي. فريده چې له کور او کورنۍ لرې ده، اندېښمنه ده؛ خو دا چې له وهل‌ډبولو خلاصه شوه، خوښه ده.

د باميانو د ښځو چارو رياست مسوولان وايي، د کورونا ويروس د خپرېدو له کبله په وروستيو دوه مياشتو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی بېخي ډېر شوی دی. د دوی په وينا، امن کور کې د قرنطين له وضعه کولو وړاندې يوازې ۱۰ کسان وو چې اوسمهال دا شمېر دوه برابره شوی دی.

د باميانو د ښځو چارو رييسه ذکیه رضايي وايي، د قرنطين پر مهال چې کومې پېښې شوي او له دې  وړاندې چې کومو مېرمنو امن کور کې ژوند کاوه داسې دردوونکې قضيې نه وې.

د باميان ولايت د عامې روغتيا رييس سیدعلي‌اقا ایوب ناصري وايي، د تاوتريخوالي د قرباني شويو مېرمنو لپاره چې پر کورونا اخته نه‌شي پوره چمتووالی نيولی دی؛ خو بد روحي وضعيت يې د اندېښنې وړ دی.

د باميانو د ښځو چارو رياست د شمېرو له مخې ياد ولايت کې تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۶۱ قضيې ثبت شوې دي؛ خو د روان کال له پيله تر اوسه پورې ۳۲ قضيې ثبت شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام