دولت پر رسنیو سانسور او محدودیت وضع کړ

د افغانستان د راډیوګانو او ټلوېزیونونو ټولنه او د رسنیو او خبریالانو یو شمېر ملاتړي بنسټونه نن کابل کې د یوې خبري غوڼډې پر مهال، د تروریستي پېښو له جریانه د رسنیو په ژوندیو خپرونو محدودیت او بندیز لګول، د قانون خلاف او یو ډول سانسور بولي.

د افغانستان د راډیوګانو او ټلوېزیونونو ټولنې مشر مولانا عبدالله وايي، د حکومت او رسنیو د مصونیت تامینولو ګډې کمېټې، د تروریستي پېښو پوښښ پر مهال د امنیتي ځواکونو او خبریالانو ترمنځ د ژبنۍ او بدني شخړې مخنیوي او خبریالانو سره د ولسمشر او مېرمن رولا غني د ساتونکیو له چلنده د ځان‌ژغورنې په موخه، یوه کړنلاره رامنځته کړې.

د ښاغلي عبدالله د څرګندونو پر بنسټ، د دې کړنلارې څلورمې مادې درېیم جز کې راغلي: «د خبریالانو له لوري په ژوندۍ بڼه د تصویرونو خپراوی به د امنیتي ځواکونو یا د ملکيانو ژوند چې تروریستي پېښې سره مخ شوی، له خطر سره مخ کړي، باید د داسې تصویرونو له مستقیم خپراوي چې د امنیتي ځواکونو عملیات ښيي؛ ډډه وشي.»

د افغانستان راډیوګانو او ټلوېزیونونو ټولنې مشر زیاتوي، اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د رسنیو له استازیو سره د ژوندیو رسنیو په خپرونو محدودیت لګولو په موخه غونډو کې د رسنیو مسوولانو د کړنلارې دغه ماده سانسور شوې وبلله او د هغې مخالفت یې وکړ؛ خو د سرور دانش په مشرۍ ګډې کمېټې، د جګړې او تروریستي پېښو خبري پوښښ کړنلارې په نوم دغه طرزالعمل تصویب کړ.

د ده په خبره، د دې کړنلارې د ۴مې مادې ۳ جز د اساسي قانون له ۳۴ او د ټولیزو رسنیو قانون له ۴مې مادې سره ښکاره په ټکر کې دی.

ښاغلی عبدالله د دې کړنلارې د ۴مې مادې له‌منځه وړلو غوښتنه کوي، اويي چې حکومت د داسې کړنلارو په تصویبولو سره د خبریالانو او رسنیو روحیه کمزورې کوي.

د افغانستان د راډیوګانو او ټلوېزیونونو ټولنې مشر په وینا، د حکومت او رسنیو د مصونیت تامینولو ګډه کمېټه باید د خبریالانو او رسنیو له‌پاره اسانتیاوې برابرې کړي، نه محدودیت او بندیزونه.

خو د ولسمشمرۍ ماڼۍ د ویاندوۍ دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د دې کړنلارې د تصویبېدلو موخه د تروریستي پېښو په پوښښ کې د خبریالانو ځاني خوندیتوب بولي.

دی زیاتوي، د کړنلارې موخه دا ده چې د تروریستي پېښو پر مهال د خبریالانو امنیت تامین شي.

ښاغلی مرتضوي وايي، دغه کړنلاره د رسنیو فدراسیون او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په همکارۍ تدوین شوې او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو غړي باید د کړن‌لارې په اړه د خپلو معلوماتو بشپړولو له‌پاره د حکومت او رسنیو مصونیت تامینولو ګډې کمېټې ناستو کې حضور ولري.

پر دې ټولو سربېره د خبریالانو مدافع بنسټونو مسوولان وايي، د خبریالانو پر وړاندې بریدونه زیات شوي؛ خو حکومت د خبریالانو امنیت تامینولو له‌پاره هېڅ ډول طرحه نه‌لري.

د دې بنسټونو مسوولانو په وینا، حکومت لا هم د ثور ۱۰مې تروریستي پېښې په اړه چې ۹ خبریالان په کې ووژل شول، معلومات نه‌دي وړاندې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام