د فاریاب د عامې روغتیا رییس ډاکټر نعیم مصمم وايي، د عليشیر نوايي، ډاکټر تواراني، ګوهر شادبېګم او طبیب خصوصي انستیتوتونو د دولتي ډیپلوم د ترلاسه کولو په ازموینه کې د بریالیتوب په بهانه له زدهکړیالانو نږدې ۵ میلیونه افغانۍ ټولې کړېدي.
ښاغلی مصمم زیاتوي چې د عامې روغتیا وزارت د پلاوي لګښت باید انستیتوتونه ورکړي او که دغه پیسې بېرته ورنهکړل شي؛ د دغو انستیتوتونو چارواکي به څارنوالۍ ته ور وپېژني.
د فاریاب د خصوصي انستیتوتونو یو زدهکړیال چې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، هغه انستیتوت ـ چې دی په کې زده کړې کوي ـ له هر زدهکړیاله د ډیپلوم لهپاره ۳زره او د عامې روزغتیا وزارت د پلاوي د لګښت په نامه ۲ زره افغانۍ اخېستې دي.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت یو تن پلاوی ډاکټر تمیم غیاثي هم وايي، هېڅوک د ازموینې په چارو کې د مداخلې حق نهلري او په ازموینه کې د بریاليتوب په نامه د پيسو ټولول غیرقانوني کار دی.
د عليشیر نوايي او طبیب خصوصي انستیتوتونو چارواکي شعیب فردوسي او صبغتالله حمیدي هم مني چې هغوی له هر زدهکړیاله ۵ زره افغانۍ ټولې کړېدي؛ خو وايي چې دغه پیسې د ډیپلوم او د فراغت غونډې لګښت لهپاره اخېستل شوېدي.
دوی وايي، دا پيسې یوازې د دوی لګښت دی او د وزارت د پلاوي لهپاره یې پيسې نهدي اخېستي.
خو د فاریاب د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د هر دولتي ډیپلوم لګښت ۵۰۰ افغانۍ دی.
دا پهداسې حال کې ده چې د دولتي ډیپلوم د ترلاسه کولو ازموینه د فاریاب د څلورو خصوصي روغتیايي انستیتیوتونو د ۸۰۰ زدهکړیالانو څخه د عامې روغتیا وزارت د لېږل شوي پلاوي په حضور کې تېره اوونۍ واخېستل شوه.
ورته مطالب:
په پوهنتونونو کې درسي میتود؛ ولې زدهکړیالان لهمخې لوستلو سره عادت شوي؟