دفاع وزارت: روسیه دې د طالبانو پر ځای افغان حکومت سره مرسته وکړي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې مسکو د وسله‌والو طالبانو سره د مرستو پر ځای د افغانانو له قانوني حکومت سره باید اوږه ورکړي.

د یاد وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند سره  ګډې خبري غوندې ته زیاته کړه، چې له طالبانو سره مرستې او اړیکې روسیې ته هیڅ ګټه نه لري.

دولت وزیري په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند بیل سیلوان سره د پنجشبې ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې هر حکومت  ایران، روسیه، ګاونډي او د سیمې هیوادونه چې غواړي له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي باید د افغانستان له قانوني حکومت سره مرسته وکړي ځکه په دې برخه کې يي زیاته قرباني ورکړې.

دا داسې مهال دی چې په دې ورستیو کې د روسیې مرستیال لوی درستیز قبایلي سیمې میرام شاه ته تللي وو چې ډېرې پوښتنې یې راپورته کړي.

خبري غونډې ته د غوڅ ملاټر ماموریت ویاند بیل سیلوان وویل، چې  په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دي.

سیلوان زیاته کړه، له طالبانو ملاټر په سیمه او افغانستان کې د هیچا په ګټه نه دی او هر ډول اړیکې چې وي باید د افغانستان له قانوني حکومت سره وي.

له طالبانو د روسیې ملاتړ ښیي چې افغانستان یو ځل بیا د نړۍ زبرځواکونو د سیالۍ پر ډګر د بدلېدو په حال کې دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام