په دایکندي کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ياد ولايت د امنیه قوماندانۍ چارواکيو ویلي چې پېښه د نیلي ښار په پيشوک تنګي سیمه کې شوې چې له کبله یې د یوې ښځې په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
د دایکندي امنیه قوماندانۍ کې د ټرافیکو مدیر رحمت الله ابراهیمي وايي، پېښه د موټر چلوونکيو د بې احتیاطۍ او سړک د خراب والي له کبله شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې د پېښې ټپیان نږدې روغتیايي مرکزونو ته رسول شوي دي.