داود شاه سبا: ډېر ژر به د ټاپي پروژې د امنیتي خوندیتوب چارې پیل شي

د کانونو او پېټرولیم وزیر داود شاه سبا مشرانو جرګې ته په معلوماتو د ورکولو پرمهال وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د ټاپي پروژې د امنیت چارې او د ماین پاکونو پروسه پیل شي.

سبا زیاته کړه، چې په راروانو څو ورځو کې به د دې سترې اقتصادي پروژې مدیریتي کارونه شروع شي او د اپريل په میاشت کې به د ترکمنستان څخه به د ګازو د نل لیکې د غځېدلو هغه لار، چې په افغانستان کې تېرېږي؛ له هر ډول چاودېدونکو توکو نه پاکه کړي.

د کانونو او پېترولیم وزیر وویل، په دې پروژه کې به په زرګونه افغانان په کار وګومارل شي.

ده سناتورانو ته ډاډ ورکړ، چې د ګازو د نل لیکې د تېرېدلو سیمه یې د فضا له لارې سروې کړې او په راتلونکې کال کې به د ځمکې له لارې هم دغه سروې پیل شي.

په دې پروژه کې به له ۱۰ تر ۱۵ پورې کسان په دندو بوخت شي.

ټاکل شوې ده، چې د ټاپې پروژې به په درې کالو کې بشپړه شي او په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته تېر شي.

 د اټکل له مخې پر دغې پروژې  شاوخوا لس میلیارده  ډالره لکښت راځي،  چې د اسیا بانک، نړیوالو شرکتونو او اړوندو  هېوادونو له لوري ورکول کېږي.

 تمه ده چې افغانستان به یوازې د  کال ۴۰۰ میلیونه ډالره د ترانزیت حق اخلي.

۱۷۳۵ کیلومتره  دغه اوږد پایپلاین به د افغانستان په خاوره کې د هرات او کندهار له  لويې لارې تېر شي.

په لومړي سر کې به افغانستان ته د دغې نل لیکې له لارې د کال دوه میلیارده کیوبیک متره ګاز ورکول کېږي، خو پاکستان او هند، هر یو به جلا جلا ۴۴۰ میلیارده کیوبیک متره ګاز ترلاسه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام