دانش: د امنیتي تړون لغوه کولو له‌پاره روانې هڅې د ملي ګټو خلاف دي

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، د هېواد وضعیت ته په کتو، له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون لغوه کولو یا هم ورباندې بیاکتنې په اړه د یوشمېر سیاسیونو او ملي شورا د غړیو هڅې د سترو ملي ګټو خلاف دي.

نوموړي چې نن د محرم لسمې په اړه جوړې شوې غونډې کې خبرې کولې وویل، د ملي‌شورا هر غړی باید د اساسي قانون ۸۱ یمې مادې له مخې د رایې کارولو پرمهال، د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي.

دانش زیاتوي، یاد کسان د هېواد له اقتصادي او امنیتي وضعیته ناخبره دي او یوازې د عقدو له مخې دا ډول هڅې کوي.

د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله هم د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډې کې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي تړون بیاکتنه یا د هغه لغوه کول د هېواد په زیان او د ځینو سیاستوالو شخصي دریځ ګڼلی و.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې ورځې په عمومي غونډې کې له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون د هېواد له‌پاره بې‌ګټې بللی و او د رایو په ډېروالي سره یې پرېکړه کړې وه چې پر یاد تړون باید بیاکتنه وشي او یا دې هم لغوه اعلان شي.

بلخوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون، ځینو سیاسیونو او د جهادي ګوندونو مشرانو په همدې ورځ د صبغت‌الله مجددي په کور کې غونډه جوړه کړې وه او د رایو په ډېروالي یې د افغانستان او امریکا پر امنیتي تړون د بیاکتنې غوښتنه کړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام