د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش د رسنیو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د اندېښنو په تړاو ویلي چې دولت د رسنیو د ازادۍ محدودولو په لټه کې نه دی.
نوموړي نن سهار په یوه ټویټ کې لیکلي چې دولت اساسي قانون او د خلکو حقونو ته ژمن دی.
دانش وړاندې لیکلي چې د بیان او رسنیو ازادي د افغانستان یوه مهمه لاستهراوړنه ده.
رسنیو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو دوه ورځې وړاندې ولسمشر محمداشرف غني ته په یوه لیک کې ولیکل چې د ټولیزو رسنیو د قانون د تعدیل طرحه چې د حکومت له لوري جوړه شوې، د رسنیو ازادي محدودوي او دا کار اساسي قانون او نړیوالو میثاقونو خلاف دی.
د رسنیو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو مسوولانو په یاد لیک کې له ولسمشر نه غوښتي و چې د یادې طرحې د طی مراحلو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې د ټولیزو رسنیو قانون د بیان او رسنیو ازادي د محدودولو په عامل بدل شي.
د دغه لیک لاسلیکوونکو ویلي، که دا طرحه د ولسي جرګې له لوري تصویب شي، هېواد کې به د رسنیو پر فعالیتونو جدي محدودیتونه ولګول شي.
په یاد لیک کې راغلي چې د ټولیزو رسنیو قانون د تعدیل په نوې طرحه کې ناروښانه، محدودوونکي او د اساسي قانون او نړیوالو میثاقونو خلاف موارد شته. د ټولیزو رسنیو د قانون نوې طرحه د اساسي قانون د ۷، ۳۴، ۱۲۰ او ۱۲۲ مادو خلاف بلل شوې ده.
دغه راز وړاندې لیکل شوي چې حکومت له رسنیو او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو سره له مشورې پرته غواړي چې د ټولیزو رسنیو قانون تعدیل کړي.
په یاد لیک کې ولسمشر ته لیکل شوي چې په نوې طرحه کې د معلوماتو د سرچینې افشا کولو په برخه کې د رسنیو د ازادۍ ملاتړي حکمونه لرې او له رسنیو د جواز اخیستل هم اسانه شوي دي.
د دغه لیک پر بنسټ، د څارونکو بنستونو خپلواکي کمه شوې او پراخ محدودوونکي او نااړین واکونه حکومتي څارونکو بنسټونو ته ورکړل شوي دي.