د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ د ملنګ کاریز سیمې خلک وايي، چې د ښوونځي نهشتوالي له کبله یې پر زدهکړو برابر هلکان او نجونې له لیک لوست محروم دي.
د ملنګ کاریز سیمې اوسېدونکي وايي، د اولادونو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي او د حکومته په سیمه کې د ښوونځي جوړولو غوښتنه کوي.
د دې سیمې ملک حاجي لالا او یو بل قومي مشر محمد رحیم سلام وطندار ته وویل، په ملنګ کاریز سیمه کې د ښوونځي جوړولو په پار یې ۵ ځلې د خلکو غوښتنې او عاریضې د پوهنې ریاست ته وروړي دي؛ خو په دې خبره غور نه دی شوی.
دوی وايي، د ښوونځي جوړول د خلکو حق دی او د پوهنې وزارت باید د سیمې خلکو دغې غوښتنې ته ځواب ورکړي.
د دې سیمې خلکو وویل، تر ۹۰۰ کورونو دلته مېشت دي او نسلونه یې له سواده زدهکړې پرته ستر شول.
دوی وايي، دلته خلک بزګري کوي، خو هیله داده، چې اولادونه یې له کړاو ډک ژوند ونه لري او زدهکړې وکړي.
د کندهار د پوهني ریاست مطبوعاتي مسوول نظر محمد صمیمي ستونزې تاییدي خو وايي، تر څلورم ټولګي يې په ملنګ کاریز سیمه کې زدهکوونکو ته کلیوالي ټولګي فعال کړي دي.
د ده پروینا، په هغو سیمو کې، چې ښوونځي نه وي یا سیمه له ښوونځي لرې وي، هلته مرستندویو نادولتي موسېسو همکارې کړې ده.
نظر محمد صمیمي وویل، په ملنګ کاریز سیمه کې د ښوونځي پرانیستل جدي اړتیا ده، که چېرې دغه خلک ورته مراجعه وکړي؛ خامخا به یو ښوونځي ورته منظور کړي.
د ریپوټو له مخې په کندهار کې تراوسه له ۱۰۰ زیات ښوونځي د بېلابېلو لاملونو له مخې تړل شوي دي او دغه راز په پرانیستو ښوونځيو کې یو شمیر یې ودانۍ نه لري او زده کوونکي ترشنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.