داعش ډلې له جوزجان ولایته هم سر راپورته کړ

د جوزجان سیمه ییز چارواکي اندېښنه ښيي، چې داعش ډلې په دې ولایت کې خپل وسله وال فعالیتونه پيل کړي دي او له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړي خبرداری ورکوي، چې داعش وسله والو د خپل لومړي برید په ترڅ کې د دې ولایت قوشتېپه ولسوالي محاصره کړه، خو وايي، که امنیتي ځواکونه مرستې ته ور ونه لېږل شي؛ دغه ولسوالي سقوطېږي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمې صدف سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو ځېنې مشران له داعش ډلې سره یوځای شوي او د دوی د بیرغ لاندې په دې ولایت کې فعالیت کوي.
د اغلې صدف پر وینا، جوزجان، فاریاب او سرپل ته د طالبانو له خوا نومول شوي والیان سره یوځای شوي او د قاري نعمت الله په نوم د یو پاکستاني شېخ پر مشرۍ د داعش په لیکو کې د افغان دولت پر ضد په بریدونو بوخت دي.
د جوزجان والي ویاند محمدرضا غفوري هم په دې ولایت کې د داعش موجودیت تاییدوي، وايي، چې د طالبانو فعالیت اندېښمنوونکی نه دی، ځکه چې پرونی طالب نننی داعش دی.

د غفوري په خبره، چې داعش ډله په جوزجان ولایت کې خپلو لیکو ته وسله وال نیسي؛ خو که د ځپلو له پاره عملیات ونه شي؛ فعالیتونه به یې نور هم زیات شي.

په ورته وخت کې د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشع سلام وطندار ته وویل، چې قاري حکمت له خپلو کسانو سره له داعش سره یوځای شوی او له درېیو ورځو راهیسې د قوشتېپې ولسوالۍ د محاصره کولو هڅه کوي.

د خاشع په خبره، د قاري حکمت ډله ۴۰ تنو ته رسېږي، چې د ځپلو له پاره یې په پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه ۶ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

داعش ډلې د لومړي ځل له پاره د افغانستان په جوزجان ولایت کې خپل بیرغ پورته کړ او په دې ولایت کې یې د خپلو عملیاتو د پيل اعلان وکړ.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام