د غور ځايي چارواکي وايي، چې پېښه تېره ورځ د مرکز فېروز کوه په شمال کې د مرغاب په نوم سیمه کې رامنځته شوې ده.
د غور ولایت د پولیسو د امنیې قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي سلام وطندار ته وویل، چې داعشي وسله والو ۳ تنه بزګران داسې مهال په ګولیو ویشتلي، چې له کاره د کورونو په لور روان وو.
دی وايي، تراوسه د پېښې علت معلوم نه دی.
د غور امنیتي چارواکي وايي، وژل شوي بزګران د مرغاب سیمې د واجان، شورابه او اسپرمان کلیو اوسېدونکي وو.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې داعش وسله والې ډلې څه وخت مخکې هم ۹ تنه ولسي خلک د فېروز کوه له مرغاب سیمې له ځانه سره وړي وو، تراوسه یې برخلیک نامعلوم دی.