د عراق او شام د اسلامي دولت وسله والې ډلې ویلي دي چې ددوي خوځښت په تېزۍ سره په نړۍ کې خوريږي او د یوې پیاوړې ډلې په توګه ځای خپلوي.
داعش وايي، چې اوس دوی د یوې لویې کارنامې کولو هوډ لري؛ داسې کارنامه چې دنیا وخوځوي.
برتانیاوي ورځپاڼه (دي اینډيپينډيټ) په یو راپور کې لیکي، چې داعش له پاکستانه د اټومي وسلو د تر لاسه کولو ادعا کړې او زیاته کړې یې ده چې د یو کال په موده کې کې دا کار کوی شي.
همدا ډول په داعش وسله والې ډلې پورې تړلې دابق خپرونه کې راغلي چې دوی کولی شي د یو کال په موده کې اټومې وسلې لاسته راوړي.
داعش وايي، چې دوی سره په میلیاردونو ډالر پانګه شته او کولی شي د وسلو خرڅوونکو کارباريانو په مرسته دغه کړکېچنه چاره ترسره کړي.
عراق او شام له پاره د اسلامي دولت وسله والې ډلې دا هم ویلي چې که اټومي وسلې تر لاسه نه کړي نو په لسګونه ټنه چاودېدونکي مواد امونیم نایټریټ خو په اسانۍ ترلاسه کولی شي.
دابق لیکي چې داعش سره د بوکو حرام وسله والې ډلې په یو ځای کېدو ددې خوځښت ریېښې نورې هم غزېدلي دي
د داعش وسله واله ډله په داسې حال کې له پاکستانه د اټومي وسلو د تر لاسه کولو د اسانتیا خبر ورکوي، چې نږدې لس ورځې وړاندې د کراچۍ په صفوره سیمه کې موټرسایکل سپرو پر یوه بس موټر ډزې وکړې او لسګونه اسماعیله مذهبي ډلې سره تړاو لرونکي شیعه ګان یې ووژل.
ددې پېښې مسولیت د جند الله په نوم یوې وسله والې ډلې په غاړه واخیست، جندالله هغه وسله واله ډله ده چې د پاکستاني طالبانو سره یې یو ځای په پاکستان کې فعالیتونه کول، خو تېر کال دې ډلې له پاکستاني طالبانو لاره بېله کړه او له داعش سره یو ځای شول.
څو میاشتې وړاندې د پاکستان په خوندي لاهور ښار کې هم په بېلا بېلو سیمو کې داعش خپل اعلانونه خپاره کړي و، چې هغه مهال د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په دغه هیواد کې د داعش موجودیت رد کړ.
اسوشیټيډ خبري اژانس په خپل یو راپور کې کې لیکلي و چې په پاکستان او افغانستان کې د داعش نفوذ مخ په زیاتېدو دی، اژانس دا هم ویلي و چې په دې سیمه کې د وسله والو ډلو موجودیت د داعش فعالیت ته لاره هواره کړې ده.
اوس مهال چې داعش په بېلا بېلو هیوادونو کې د چاودنو او چېلېکي بریدونو مسولیت په غاړه اخلي دا یو بوږنونکی خبر دی چې داعش د پاکستان اټومي وسلو ته د ور نږدې توب دعوه کوي او په یو کال کې د ترلاسه کولو ادعا یې کوي.