داعشیان لاړل؛ جوزجان کې تر ۲ کلونو وروسته د پولیو واکسین کېږي

د جوزجان په درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو کې به تر ۲ کلونو وروسته نږدې ۳۰ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.

د جوزجان سیمه‌ییز مسوولان وايي، له دولت سره د داعش ‌ډلې ۲۵۰ جنګیالیو تر یوځای کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو کې د پولیو واکسین کېږي.

د جوزجان د عامې روغتیا رییس حفیظ‌الله جمشېدي د پولیو واکسین د مني پړاو د پیل په مراسمو کې وویل، په دې پړاو کې به د جوزجان په مرکز او ولسوالیو کې ۱۶۰ زره ماشومان چې له ۵ کلونو کم‌ عمر ولري، واکسین شي.

په همدې حال کې د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي په یادو مراسمو کې وویل، تر هغې وروسته چې د داعش ډلې جنګیالي د حکومت د سولې له پروسې سره یوځای شول، ټاکل شوې ۴ روغتیايي مرکزونه هم په درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو کې پرانستل شي.

د داعش‌ ډلې یو قوماندان چې د حکومت د سولې له پروسې سره یوځای شوی

تېره اوونۍ د داعش ډلې قوماندانانو په ګډون، د دې ډلې شاوخوا ۲ سوه جنګیالي د جوزجان په درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو کې امینتي ځواکونو ته تسلیم شول. د چارواکیو په وینا، په دغو کسانو کې ښځې هم شته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام