داعشیان د سوريې پناغوښتونکو په ډله کې جرمني ته ورغلي

د جرمني هېواد استخباراتي اداره (بي، اف، وي) وايي، داسې اسناد یې تر لاسه کړي دي، چې د سوريې پناغوښتونکو په ډله کې د داعش وسله والې ډلې کسان جرمني ته ورغلي دي.

د دغې ادارې رییس هانس جورج میسن وویل، دوی له سلو زیات داسې اسناد موندلي دي، چې د پناغوښتونکو په ډله کې د داعش وسله والې ډلې کسان په پټه یې هېواد ته وردننه شوي دي.

د دغه خبر له خپرولو مخکې د جرمني هېواد استخباراتي ادارې د الجزایر هېواد دوه تنه نارینه او یوه ښځه د داعش ډلې سره د اړیکو درلودلو په تور ونیول.

د یادو کسانو له نیولو وروسته د جرمني استخباراتي ادارې د دغه هېواد په هانوور او اتندورن پنډغاليو کې د داعش ډلې له شکمنو فعالیتونو خبر ورکړ.

اروپايي هېوادونو ته د پناغوښتونکو ورتګ په دغو هېوادونو کې د جرمونو او د ترهګرۍ پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د جرمني هېواد لومړۍ وزیره انګلا مرکل د پناغوښتونکو په اړه د پولو ازاد پرېښودلو د سیاست له امله څوځلې نیوکې پرې شوي دي.

له دې مخکې هم داسې راپورنه خپاره شوې وو، چې د داعش وسله والې ډلې کسان د ښځو له کالیو په استفادې سره ترکیې هېواد ته ورغلي او له هغه ځایه بیا اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغو هېوادونو سلګونه ځوانان په داوطلبه ډول له دعش وسله والې ډلې سره یوځای شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام