د خوست موسیخېلو ولسوالۍ کې د لومړي ځل لهپاره ښوونځیو ته د نجونو د تګ په اړه قومي جرګه جوړه شوه او پرېکړه یې وکړه، که چا ښوونځیو ته نجونې ونه لېږلې؛ نو ۵۰۰۰ افغانۍ جریمه به پرې کوي.
په پرېکړهلیک کې دا هم راغلي چې د نجونو د عمر له ډېرېدو سره به بیا هم نجونې له ښوونځیو نه راګرځول کېږي.
د موسیخېلو والسوال محمدګلاب منګل سلام وطندار ته وویل چې تر دې وړاندې د کلتوري او امنیتي ستونزو له امله پهدې ولسوالۍ کې چا خپلې نجونې ښوونځي ته نه لېږلې.
ده زیاته کړه، دا لومړی ځل دی چې موسیخېلو ولسوالۍ ته د خوست پوهنې رییس سر ورښکاره کوي او د زدهکړو بهیر کې د نورو نیمګړتیاوو لهمنځه وړولو تر څنګ ښوونځیو ته د نجونو د تګ زمینه هم برابروي.
موسیخېل یوه غرنۍ ولسوالي ده او وخت ناوخت ترې د نا امنۍ خبرونه هم خپرېږي.