په خوست ولایت کې د خوست ادبي بهیر له لوري په متون ښار کې د پښتو ژبې د نوموتي شاعر او لیکوال اجمل خټک د پنځم تلین په مناسبت غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې د خوست په فرهنګيانو سربېره د پښتونخوا ګڼو فرهنګیانو او د اجمل خټک ارادتمندانو برخه اخیستې وه.
شاعر او لیکوال اسرار اتل وايي چې اجمل خټک د پښتنو له پاره ډېر څه ویلي، خو ښه به دا وي چې په خبرو يې عمل وشي، خو ست مېشتي لیکوال او شاعر زاهد شاه انګار وویل چې اجمل خټک د پښتنو د یووالي له پاره مبارزه کړې ده، او په خبره يې د هغه فکر به تل ژوندی وي.
د غونډې بل ګډونوال نورالله لېونخېل وايي چې د اجمل خټک فکر باید ولوستل شي او عمل پرې وشي.
له ننه پوره پنځه کاله وړاندې د ۲۰۱۰ میلادي کال د فبروري په ۷مه نېټه د پښتو ژبې نوموتی شاعر او لیکوال اجمل خټک په اکوړه خټک کې په حق ورسید.
اجمل خټک د ۱۹۲۵میلادي کال د اپریل په میاشت کې په اکوړه خټک کې د حکمت خان خټک په کور کې وزېږېد.په ۱۹۳۴ میلادي کال کال کې د پښتو ادبي جرګې غړی شو او په ۱۹۳۷ میلادي کال يې شعر ويل پیل کړل.
د «ټکرې»، «لمبې» او «لوخړې» په نامه يې د شعرونو درې ټولګې تر چاپ وړاندې ورکې شوي، خو په چاپ شويو اثرو کې يې «د غیرت چیغه»، «ګل پرهر»، «دا زه پاګل وم؟»، «ژوند او خوند» او «کچکول» خورا مشهور اثار دي.
د اجمل خټک په اړه د تاشکنند مېشتې پښتو لیکوال ډاکټر عارف عثمان د « حماسه ویونکی مبارز شاعر – اجمل خټک» هغه اثر دی چې اجمل خټک پکې د یو غیر پښتون له اړخه را پېژندل شوی دی.