خوست کې د نوري فایبر او سلام شبکې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

په خوست ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په اډانه کې د نوري فایبر او سلام مخابراتي شبکې پروژې ګټنې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو دواړو پروژو ټولټال ۶ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.

د پرانیستې په مراسمو کې د خوست والي حکم خان حبیبي وویل، چې یوه یې نوري فایبر او بله یې سلام مخابراتي شبکه ده، چې د پکتیا مرکز ګردیز څخه تر خوست ښار او بیا  تر غلام خان بندر پورې ټولټال ۱۳۸ کیلومتره په اوږدوالي غځېدلې.

حبیبي وايي، د نوري فایبر پروژه د څلور میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بشپړه شوې، چې ۲ اشاریه ۹ میلیونه یې نړیوال بانک او پاتې ۱ اشاریه ۱ میلیون ډالر یې افغان ټیلي کام شرکت ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړه، د نوري فایبر په واسطه به خوست د ټکنالوژۍ په وسیله پاکستان سره وصل شي او له دې لارې به نور اړین خدمات وړاندې شي.

والي وویل، دویمه پروژه مزي لرونکي تیلیفونونه دي، چې شمېر یې ۵ زره لینه کېږي او ۱،۹ میلیونه امریکايي ډالر لګښت پرې شوی دی.

د خوست والي وویل، مزې لرونکی سلام تیلفیوني شبکه به د ۴ کیلو مترو په پراخوالي او ۹۷ کیلومترو په اوږد والي کار وکړي.

دی وايي، په لومړي قدم کې به د سلام مخابراتي شبکه د خوست ښاریانو له‌پاره ۵ زره لینه  فعال کړي.

شاوخوا دوه کلونه مخکې د نوري فایبر او سلام مخابراتي شبکو د غځولو چارې پیل شوې وې، چې د امنیتي ستونزو له کبله یې چارې ورو مخې ته تللې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام