ځېنې خوستوال، مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي وایي، دې ولایت کې د برېښنا مزیو غځولو لهپاره د لګول شویو ستنو کار غیرمعیاري روان دی او په وینا یې، ښایي لګېدلې ستنې ډېر ژر ړنګې شي.
د خوست ولایتي شورا غړي جانمیر ځاځي او مدني فعال حبیب کامران سلام وطندار ته وویل چې د برېښنا ستنې کاواکه لګول شي او دا د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لهپاره تبلیغاتي کمپاین بولي. د دوی په خبره، د برېښنا ستنې ډېرې سطحي د سړک غاړیو ته نږدې په خاورو کې لګول شوېدي.
د هدف شرق شرکت مشر لاجورد منګل ـ چې خوست کې یې د برېښنا د ستنو لګولو دوه کلن قرارداد کړی ـ په ځېنو ستنو کې ستونزې مني؛ خو وايي، د دوی زیات کار د سیمې پر نقشه مخ ته ځي او په وینا یې، په همدغه کیفیت د ستنو لګولو قرارداد ورسره شویدی.
دی زیاتوي چې د ستنو لګولو په پروژه ۹ سوه ۳۶ میلیونه او ۵ سوه زره افغانۍ لګښت راځي چې په بشپړېدلو سره به یې په خوست کې ۱۳۰۰۰ کورنیو ته برېښنا ورسېږي.
دغه شرکت تراوسه ۲۲۰۰ ستنې لګولې دي.
د خوست والي حکمخان حبیبي چې نن د برېښنا پایو لګولو بهیر ته ورغلی و او ویې ویل چې د برېښنا پروژې اړوند مسوولان ـ چې په کارونو کې یې ناغیړي کړې ـ څارنوالۍ ته ورپېژندل کېږي.
ښاغلي حبیبي ډاډ ورکړ، که د اسنادو پر بنسټ هره پروژه ثابته شي چې په هغې کې ستونزې شته؛ ولس حق لري چې هغه ړنګه کړي او دی یې په څنګ کې دی.
څو میاشتې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني خوست ته د خپل سفر پر مهال د یو شمېر نورو پروژو ترڅنګ د وارداتي برېښنا وېش شبکې د بنسټ ډبرې کېښودلو پر مهال ټینګار وکړ چې دا او دې ته ورته ټولګټې او ملي پروژې باید په لوړ معیار د نقشې لهمخې تطبیق شي.
خو خوست مېشتو مدني فعالانو او د ولایتي شورا غړیو له غبرګون داسې ښکاري چې پهدې ولایت کې د برېښنا شرکت روان کارونه سم پرمخ نه ځي.