نن سهار لسنیمې د خوست ښار د ښځو پارک خوا کې په یو موټرسایکل پسې تړلیو چاودېدونکیو توکیو ته چاودنه ورکړل شوه چې له امله یې ۲ تنه وژل شوي او۲۳ نور ټپیان شويدي.
د خوست ملکي روغتون مشر ډاکټر سخي سردار سلام وطندار ته وويل چې د پېښې له ځایه ۲۳ ولسي ټپيان او ۲ مړي ملکي او شخصي روغتونونه ته وړل شوي.
تر اوسه امنيتي چارواکي پهدې اړه څه نهدي ویلي؛ خو عيني شاهدان وايي چې چاودېدونکي مواد د سړک پرغاړه په يو درول شوي موټرسايکل کې ځای پرځای شويوو.
یو عیني شاهد کمالالدین وویل چې له چاودنې وروسته زیات مړي او تپیان په شخصي موټرو او امبولانسونو کې روغتونونو ته یوړل شول.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نۀدی منلې.