خوست ولایت کې په نري رنځ اخته کسانو شمېر ۲۵ سلنه زیات شوی

د خوست ولایت د عامې  روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله په نری رنځ (تبرکلوز/ سل) د اخته کسانو شمېر ۲۵ سلنه زیات شوی دی.

د خوست ملکي روغتون د نري رنځ د مرکزي لابراتوار د څانګې مشر ډاکټر سید محمد کریم سلام وطندرا سره په دې اړه په مرکه کې وویل، چې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې له ۱۲ سوه زیاتې په نري رنځ د اخته کسانو مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چې زیاتره هغه یې خطرناکې دي.

ډاکتر سید محمد کریم وايي، چې په ۲۰۱۴ کال کې په نري رنځ  (تبرکلوز/سل) اخته کسانو شاوخوا ۹۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

ډاکټر کریم زیاتوي، چې دوی له ناروغ کس څخه د ناروغۍ د معلومولو له پاره ۳ سمپله یا نمونې اخلي، که چېرې یې نتیجه مثبته شوه، په دې معنا ده، چې ناروغي یې ساري او فعال تبرکلوز لري. دی وايي، چې د ورځې په سلو کې پنجوس مثبتې پېښې ثبتوي.

له بل لوري د خوست خلک هم د نري رنځ زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

دوی له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي، چې د نري رنځ د درملنې مرکزونه زیات کړي ترڅو ناروغان په اساني سره نېږدې روغتیایي مرکزونه ته لاړشي.

دوی وایي، ځېنو ناروغانو یوځل بشپړ درمل خوړلي، خو چې کله معاینه وکړي بېرته په نري رنځ اخته شوي وي.

وحيدالله هم د هغو کسانو له ډلې دی، چې د کورنۍ یوه مېرمن یې په نري رنځ اخته ده، دی وایي، چې پخوايې د خپل ناروغ درملنه کړې وه، خو اوس بېرته په نري رنځ اخته شوې ده.

د خوست د عامې روغتیا ځای ناستی رییس ډاکټر محمدهاشم سعیدي هم مني، چې په دغه ولایت کې د نري رنځ پېښې زیاتې شوي دي.

سعیدي وايي، چې د پېښو د شمېر زياتېدل په ډاګه کوي، چې د يادې ناروغۍ په کنترول او د شکمنو ناروغانو په تشخیص کې پرمختګ شوی، او دوی یې د درملنې له پاره بشپړ امکانات لري.

دی وايي، چې د ټي بي سنټر لري او هلته پر نري رنځ د اخته کسانو درمنله په وړیا ډول کيږي، چې له ۶ تر ۹ میاشتو وخت نیسي.

سعیدي وویل، چې پخوا به خلکو د نري رنځ په افشا کولو سره د شرم احساس کاوه، خو اوس ټول د دې هڅه کوي، چې په وخت سره د یادې ناروغۍ درملنه وکړي.

د ده پر خبره ، دغه چاره هم د دې لامل شوې، چې مثبتې پېښې زیاتې شي.

تبرکلوز يا نری رنځ یو ساري ناروغي ده، چې د تنفس له لارې له يوانسان نه بل ته انتقاليږي، د ډاکټرانو په وینا نری رنځ یو وژونکې ناروغي ده، چې پرې اخته کسان له ډېرو ناوړه عواقبو سره هم مخ کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام